أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۱ القصص

وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ ﴿۲۳﴾ فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ ﴿۲۴﴾ فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءَهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۲۵﴾

اوهرکله چه اورسیدو اوبو (کوهی) دمدین ته اومندله ده دهغی په خواکښی یو ډله دخلقو نه اوبه کول ئی څاروی او اومندلی ئی دهغوی نه بیرته دوه زنانه چه منع کول ئی څاروی داوبونه اوئیل ده څه کاردی ستاسو اوئیل دوی اوبه کول نه کوؤ مونږ ترهغی پوری چه واپس لاړشی شپونکی اوپلارځمونږ بوډا زوړ دی ﴿۲۳﴾
نواوبه ئی کړل دوی لره (څاروی) بیا په ډډه شو سوری ته نو اوئیل ای ربه ځما یقیناً‌ زه هغی څه ته چه ته ئی رالیږی ماته دخوراک نه محتاج یم ﴿۲۴﴾
پس راغله ده ته یوه زنانه دهغه دواړونه پیاده راتلله په ډیره حیاباندی اوئیل هغی یقیناً ځما پلاررابلی تالره دپاره چه بدله درکړی بدله دهغی چه تا اوبه کول کړی دی زمونږ دپاره پس هرکله چه راغی هغه ته اوبیان ئی کړو په هغه حالت پوره اوئیل هغه مه ویریږه نجات دی اموندلو دقوم ظالمانونه ﴿۲۵﴾

[۲۳] (وَرَدَ) ورود په معنیٰ دوصول راځی اوکله په معنیٰ ددخول راځی دلته اوله معنیٰ مراد ده (مَاءَ مَدْيَنَ) دمدین بهر کوهی داوبو وؤ چه په هغی باندی لویه بوقه وه چه هغه به لس کسانو راویستلی شوه اودهغی نه به ئی خپل څاروی اوبه کول (وَوَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ) یعنی موسیٰ علیه السلام تعجب اوکړو چه نارینه خپل څاروی اوبه کوی اوواپس ځی اوزنانه په انتظارکښی حصاری دی بلکه تکلیف هم دادی چه څاروی اوبوته زورکوی اودوی ئی منع کوی - اودا حال ددغه خلقو په بی غیرتئ یابی مروتئ‌ باندی دلیل وؤ - اوداظلم وو په زنانوباندی، ددی وجی نه موسیٰ علیه السلام دهغوی نه په ما مَا خَطْبُكُمَا سره تپوس اوکړوځکه چه په دی لفظ سره تپوس کول خاص دی په ډیرمصیبت زده یاپه لوئ کارکوؤنکوپوری اوپه دی کښی مقصد دهغه داوؤ چه ددی مظلومانو مدد اوکړی - ددوی دجواب خلاصه داده چه داخلق مونږته اوبه نه راکوی خوچه ددوی نه روستو کومی اوبه پاتی شی په هغی باندی مونږ څاروی اوبه کوؤ اوددی قوم دمخالفت دوجی نه څوک مونږسره مزدوری یا امداد نه کوی اوپلار زمونږ بوډا کمزوری دی نومونږ دا څاروی په مجبورئ باندی صحراء ته راولو (وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ) په دی سره ئی داعتراض جواب اوکړو که څوک وائی چه پیغمبرپه خپلو لونړو باندی ولی څاروی سره وی -
[۲۴] هرکله چه د مظلومانو سره امداد کول د موسیٰ علیه السلام عادت دی نودوی سره ئی هم امداد اوکړو په موافق د روایت دمفسرینو سره په هغه کوهی باندی بوقه وه دلس کسانو دطاقت مناسب نو موسیٰ علیه السلام هغه په یواځی راویستله اوددی زنانو څاروی ئی اوبه کړل اودوی ته ئی دخپلی لوږی هیڅ ذکر اونه کړوځکه چه کاملان خلق خپل حاجتونه ظاهری هم مخلوق ته نه ښکاره کوی (فَقِيرٌ) مرادادی چه زه اوږی یم اوای ربه ستا درته محتاج یم اوداهم تعریض دی په دعاسره صراحةً سوال هم نه دی اودا ادب دی په دعاگانو دانبیاؤ کښی -
[۲۵] هرکله چه زنانه دعام عادت نه مخکښی کورته واپس شوی نوپلارترینه تپوس اوکړو نودوی دغه حال تفصیلاً ذکرکړو نو شعیب علیه السلام (چه ددوی پلاروؤ) په فراست سره معلومه کړه چه داشخص د مدین اوسیدونکو نه نه دی، اود کمزورو سره مدد کوؤنکی شخص دی ددی وجی نه یولورئی ورپسی دپاره د دعوت ورکولو وراولیږله (إِحْدَاهُمَا) هرکله چه څاروی ډیروؤ او دکلی نه لری بوتلل په کاروی نودهغی دپاره دوه زنانه ورتللی اوهرکله چه موسیٰ علیه السلام ته دعوت ورکول آسان او نزدی وؤ نویوه زنانه ورپسی ئی اولیږله معلومه شوه چه نیکان خلق دزنانونه بغیردسخت ضرورت نه کارنه آخلی اونه ئی بلاضرورت بهرپریږدی (عَلَى اسْتِحْيَاءٍ) یعنی خپل بدن ئی پټ ساتلی دی اوپه رفتارکښی ناز او کرشمی نه کولی لکه چه بی حیازنانو عادت دی (عَلَى) لفظ دتمکن دپاره دی یعنی په حیاباندی کلکه وه (لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا) داجمله د دعوت دقبلولو دتاکید دپاره ده - موسیٰ علیه السلام په دی اراده دعوت نه دی قبول کړی ځکه چه مفسرقرطبی لیکلی دی چه شعیب علیه السلام هغه ته طعام پیش کړو نوهغه انکار اوکړو اوئیل ئی مونږداسی کورنئ یو چه خپل دین په ډکه ځمکه سروزرو هم نه خرڅوؤ هغه ورته اوئیل چه دا اجرت دسقی نه دی بلکه عادت زمونږ میلمستیا ورکول دی نوهله موسیٰ علیه السلام خوراک اوکړو (الظَّالِمِينَ) ددی نه مراد فرعونیان دی چه دهغوی حکومت په مدین کښی نه وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>