أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۲ القصص
قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ ﴿۲۶﴾ قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنْكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَنْ تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۲۷﴾
اوئیل یوی زنانه دهغی دواړونه ای پلاره ځما په مزودرئ سره اونیسه ده لره یقیناً غوره دی د هغه چانه چه ته ئی په مزودرئ سره نیسی دا طاقت ور امانت دار دی ﴿۲۶﴾
اوئیل هغه یقیناً زه غواړم چه په نکاح سره درکړم تاته یوه ددی دوه لونړونه په دی شرط چه اخلی به ځمانه بدله دکارکولو اته کاله پس که تا پوره کړل لس نوستادطرف نه به وی (احسان) اونه غواړم چه ډیرکړاؤ کیدم په تاباندی زر ده اوبه مومی ما لره که چیری اوغواړی اللّه تعالٰی دنیکانونه ﴿۲۷﴾
[۲۶] دادلیل دی چه دوی تراوسه پوری مناسب مزدور نه وؤ موندلی اودلیل دی چه عقدِ اجاره په ټولو دینونوکښی جائزعقد دی (الْقَوِيُّ الْأَمِينُ) اشاره ده چه مزدور کښی دوه صفتونه په کار دی اول طاقت دهغه کار دوهم امانت داری - دی زنانوپه موسیٰ علیه السلام کښی دا دواړه صفتونه لیدلی وؤ قوت داوؤ چه دلس کسانو دطاقت بوقه ده یواځی راویستلی وه اوامانت داوؤ چه موسیٰ علیه السلام هغه زنانه ته وئیلی وؤ (کومه چه ددعوت دپاره راغلی وه اودواړه واپس کورته راتلل) چه ځمانه روستو راځه هسی نه چه په رفتارکښی ستا جامه دپنډو نه اوچته شی اوځما نظر پری اولگی -
[۲۷] دا دلیل دی چه صالحان خلق په خپله لونړه خپلی نکاح دپاره پیش کوی هرکله چه صالح شخص اوینی (أُرِيدُ) دائی ددی وجی نه فرمائیلی دی چه دعرض دنکاح دی عقد دنکاح نه دی ځکه عقد دنکاح کښی ایجاب قبول په صیغه دماضی سره ضروری وی - بل داچه په عقد کښی تعین دیو ښځی ضروری دی اودلته ئی تعین نه دی کړی (عَلَى أَنْ تَأْجُرَنِي) علٰی یادعوض دپاره دی یادشرط دپاره دی که دعوض دپاره وی نوپه دی اعتراض دادی چه مزدری د موسیٰ علیه السلام دشعیب علیه السلام سره څرنگه مهرکیدی شی دپاره دلوردهغه ځکه چه دمهرحق دار پلار نه دی بلکه منکوحه ده - جواب دادی چه دا دهغوی په دین کښی جائزده لیکن داقول ثابت نه دی - دوهم جواب دادی چه دامطلب هله کیدی شی چه تاجرنی په معنیٰ د عوض راکولووی لیکن داپه معنیٰ د اخستلو داجرت دی، دریمه توجیه داده چه عَلٰی دپاره دشرط دی اوداشرط دنکاح سره موافق او مناسب دی اوکوم شرط چه داسی وی نودنکاح سره په شرط لگولو کښی نقصان او فساد نه راولی - ددی شرط مطلب دادی چه ته به ځما سره کار کوی خودهغی به ځما نه اجرت اخلی په عوض کارکولو اوددی اجرت نه به ستا دښځی مهراونفقه پوره کیږی (تَأْجُرَنِي) معنیٰ داده چه ځمانه به اجرت اخلی په عوض دکارکولو ځماسره - اواجاری دپاره مدت مقرر کول ضروری دی نودلته هم اته کاله مدت ضروری ده اولس کاله د موسیٰ علیه السلام په رضا باندی موقوف ده -