أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۳ القصص
قَالَ ذَلِكَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ﴿۲۸﴾ فَلَمَّا قَضَى مُوسَى الْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ ﴿۲۹﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام دا فیصله ده په مینځ ځما اومینځ ستاکښی هریو ددواړو نیټونه چه پوره کړه ما نونیشته زیاتی کول په ماباندی او اللّه تعالٰی په هغه خبرو چه مونږوایو ذمه دار دی ﴿۲۸﴾
پس هرکله چه پوره کړه موسیٰ علیه السلام نیټه اوروان ئی کړه کورنئ خپله اولیدلوده دطرف دطورنه اورلره اوئیل هغه کوروالوته حصارشئ یقیناً ما لیدلی دی اورکیدیشی چه راوړم تاسوته دهغی نه څه خبر د لاری یا سکروټه د اور نه دی دپاره چه تاؤده شئ تاسو ﴿۲۹﴾
[۲۸] داقبولیت عقد دی دطرف د موسیٰ علیه السلام نه او أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ کښی اشاره ده چه عقد دی په اته کلونوسره، اولس پوره کول په خوښه باندی بنا دی (فَلَا عُدْوَانَ) معنیٰ ده تجاوز کول په غیرلازم څیزسره یعنی دواړه حالتونوکښی به ځمانه نوره زیاتی مدت مزدوری کول نه غواړی (وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ) قول د موسیٰ علیه السلام یا قول دشعیب علیه السلام دی اودی دواړو په شهادت اوپه وکالت د اللّه تعالٰی باندی اکتفاء کړی ده اوداد کامل صالحانو مقام دی -
[۲۹] ددی آیت نه تر (۳۵) پوری څلورم مقام دی په دی کښی نبوت د موسیٰ علیه السلام اودوه معجزات او لیږل فرعونیانوته اوقبولیت ددعا موسیٰ علیه السلام ذکردی اوداد اللّه تعالٰی نعمتونه دی سره دابتلاء نه - (الْأَجَلَ) دابن عباس رضی اللّه عنهما نه دبخاری روایت دی چه موسیٰ علیه السلام لس کاله تیرکړل ځکه چه رسول د اللّه تعالٰی چه وائی نوهغه کوی (وَسَارَ بِأَهْلِهِ) دا د خاوند اختیاردی چه خپله کوروالا بغیردگناه نه هرچیرته بوځی نوهغه به ئی تابع وی (جَذْوَةٍ) سروټکه د اورده او هرکله چه دلرگی په سرکښی وی نوقبس ورته وئیلی کیږی (لَعَلِّي) په سورة طٰهٰ اوپه دی سورة کښی ئی په لَعَلِّ سره ئی ذکرکړی دی اودا حقیقت دی ځکه خبریااور راوړل یقیناً معلوم نه دی - اوسورة نمل کښی سَآتِيكُمْ ذکرکړی دی په طور دمضبوط امید سره ځکه چه سورة نمل کښی حکمتونه ذکرکول مقصد وؤ اوحکمت په تاکید سره ذکرکول په کاردی - اودارنگ په سین سره ذکرکولو کښی اشاره ده زر راوړلوته -