أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۴ القصص
فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ مِنْ شَاطِئِ الْوَادِ الْأَيْمَنِ فِي الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ أَنْ يَا مُوسَى إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۳۰﴾ وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ إِنَّكَ مِنَ الْآمِنِينَ ﴿۳۱﴾ اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِنْ رَبِّكَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۳۲﴾
پس هرکله چه راغی ورته آوازورکړی شوی د غاړی دکندی ښی طرف نه په ځمکه برکتی کښی داونی دطرف نه چه ای موسیٰ علیه السلام یقیناً زه اللّه یم رب دعالمینو ﴿۳۰﴾
او اغورځوه همسا خپله پس هرکله چه هغه اولیدله چه زرزر خوځیدله گویا که دا نری مار دی اوگرځیدو شاکوؤنکی او شاته ئی نه کتل (اوئیل مونږ) ای موسیٰ علیه السلام مخامخ شه اومه ویریږه یقیناً ته دامن والو نه ئی ﴿۳۱﴾
ورننه باسه لاس خپل په گریبان خپل کښی را اوځی به سپین بغیردڅه نقصان نه اوجوخت کړه ځان ته مټی خپلی د وجی د هیبت نه پس دا دوه یقینی دلیلونه دی ستاله طرفه درب ستانه فرعون ته او مشرانودقوم هغه ته یقیناً دوی وؤ قوم نافرمان ﴿۳۲﴾
[۳۰] (الْأَيْمَنِ) صفت دشاطئی دی یعنی دوادی ښی طرف په نسبت د یمین د موسیٰ علیه السلام سره اوښی طرف کښی خیراوبرکت وی (مِنَ الشَّجَرَةِ) دا بدل دی د شاطئی نه او معنیٰ داده چه دطرف دشجری نه آواز راغی چه زه اللّه یم لکه حلولیان وائی چه اللّه تعالٰی په دغه ونه کښی حلول کړی وؤ نوهغی اوئیل چه زه اللّه یم (نعوذ باللّه ) اودوی وائی چه اللّه تعالٰی هرکله چه اوغواړی نوهرقسم مخلوق کښی دننه حلول کوی اوهغه مخلوق بیا دعوت الوهیت کولی شی لیکن داعقیده باطله ده او کفر صریح دی ځکه چه دعویٰ الوهیت او ربوبیت دمخلوق دطرف نه دروازه کهلاویږی اوسورة انبیاء (۲۹) کښی دی (وَمَنْ يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَهٌ مِنْ دُونِهِ فَذَلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ) یعنی که داقول څوک قصداً کوی اوکه بی اختیاره کوی دواړوته شامل دی -
فائده: موسیٰ علیه السلام ته چه اللّه تعالٰی کلام واؤرولو نودهغه یقین راغی چه دکلام نداء کوؤنکی اللّه تعالٰی دی اودا کلام د اللّه تعالٰی دی اوداصریح دلیل دی چه آوریدلی شوی کلام د اللّه تعالٰی وؤ -
[۳۱] داسی سورة نمل کښی تیرشوی دی اودا اوله معجزه ده اوهرکله چه په دی سورة کښی ئی مکان دنداء په وضاحت سره بیان کړو نو أَقْبِلْ ئی په دی وجه زیات راوړو چه دغه مکان ته مخامخ شه اوهرکله چه سورة نمل کښی حکمتونه بیانول مقصد وؤ نوددی وجی نه هلته ئی لَا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ ذکرکړو چه په هغی کښی حکمتونو ته اشاره ده -
[۳۲] دا دوهمه معجزه ده هرکله چه په دی سورة کښی مقصد ابتدائی حالات ذکرکول دی نوپه دی معجزه کښی اول حال چه داخلول دی په اسْلُكْ کښی مراد دی روستو بیا پیوست کول دلاس دی دجناح سره کوم چه سورة طٰهٰ (۲۲) کښی ذکردی (وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ) ددی دوه مطلبه دی اول داچه هرکله درنړا دلاس نه درباندی هیبت راشی نولاس واپس گریبان کښی داخل کړه نو رنړا به زائله شی نودا تتمه شوه د دوهمی معجزی - دوهم مطلب دادی چه هرکله چه تاباندی دماردوجی یا فرعون دوجی یادبلی وجی هیبت او ویره راځی نودهغی دلری کولودپاره داتدبیرکوه چه لاسونه په سینه باندی یوځای کیده نوهیبت به درنه زائله شی - اود ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه روستو د موسیٰ علیه السلام نه دا تدبیرهرچا دپاره فائده مند دی (بُرْهَانَانِ) دا دلیل دی چه معجزات یقینی دلیلونه دی په توحید او رسالت باندی اودا دلیل دی چه واضمم الیک مستقله معجزه (دریمه) نه ده -