أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۵ القصص

قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَنْ يَقْتُلُونِ ﴿۳۳﴾ وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ ﴿۳۴﴾ قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنْتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ ﴿۳۵﴾

اوئیل هغه ای ربه ځما یقیناً ما وژلی دی ددوی نه یوتن نو ویریږم چه دوی به مالره قتل کړی ﴿۳۳﴾
او ورور ځما هارون هغه ډیرصفادی ځمانه په ژبه کښی پس اولیږه هغه ځما سره امدادی چه تصدیق کوی ځما یقیناً زه ویریږم چه دوی به ماته دروغژن اوائی ﴿۳۴﴾
اوئیل اللّه تعالٰی زر ده چه کلک به کړم مټی ستا په ورور ستاسره اودربه کړم تاسو دواړو لره رعب (غلبه) نورسیدل به نشی کولی تاسو دواړو ته (لاړشئ) په معجزاتو ځما سره تاسو دواړه اوڅوک چه ستاسو تابعدار دی زورٰاور ئی ﴿۳۵﴾

[۳۳] دا اوله دعا ده د موسیٰ علیه السلام یعنی زه دهغوی مجرم یم نوته ما دهغوی نه بچ اوساتی -
[۳۴] دا دوهمه دعا ده په باره د ورور کښی دهغی تفصیل سورة طٰهٰ او سورة شعراء‌ کښی تیرشوی دی -
[۳۵] دا قبولیت د دواړو دعا گانو دی په غیرترتیب سره یعنی ددوهم دعا استجابت اول ذکرشو او داولی دعا قبولیت ئی په دی قول سره ذکرکړو (وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا) یعنی تاسوله به داسی رعب درکړم چه فرعونیان به ستاسو نه ویریږی تاسوته به هیڅ ضرر نشی رسولی (بِآيَاتِنَا) یعنی اذهبا مقدردی، لاړشئ دواړه په معجزاتوسره (أَنْتُمَا وَمَنِ) دا بشارت او وعده ده دطرف د اللّه تعالٰی نه دپاره دتسلئ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>