أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۶ القصص

فَلَمَّا جَاءَهُمْ مُوسَى بِآيَاتِنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُفْتَرًى وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ ﴿۳۶﴾ وَقَالَ مُوسَى رَبِّي أَعْلَمُ بِمَنْ جَاءَ بِالْهُدَى مِنْ عِنْدِهِ وَمَنْ تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۳۷﴾ وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَلْ لِي صَرْحًا لَعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۳۸﴾ وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ ﴿۳۹﴾ فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ ﴿۴۰﴾

پس هرکله چه راغی دوی ته موسیٰ علیه السلام په معجزاتو ځمونږ ښکاره اوئیل دوی نه دی دا مگرجادو دی د ځان جوړکړی شوی اونه دی اوریدلی مونږدا په مشرانو ځمونږ زړو کښی ﴿۳۶﴾
او اوئیل موسیٰ علیه السلام رب ځما ښه پوهه دی په هغه چاچه راوړی هدایت دطرف دهغه نه اوپه هغه چاچه وی هغه لره انجام غوره دکور (روستنی) یقیناً نشی بچ کیدی ظالمان ﴿۳۷﴾
او اوئیل فرعون ای مشرانو دقوم نه پیژنم زه ستاسو دپاره هیڅ حق دار دبندگئ او دطاعت سیوا ځمانه پس بل کړه اور ځما دپاره ای هامانه په خټوباندی پس جوړه کړه مالره بنگله کیدی شی چه بره اوخیژم په الٰه د موسیٰ علیه السلام پسی اویقیناً زه گمان کؤوم په ده باندی ددروغژنونه ﴿۳۸﴾
او لوئي اوکړه ده او لښکرو دده په ملک کښی بغیردحق نه او گمان اوکړو دوی چه یقیناً دوی به مونږته نشی را گرځیدلی ﴿۳۹﴾
نو اونیؤو مونږ ده لره او لښکری دده نوگذار کړل مونږدوی لره په دریاب کښی نو اوگوره چه څرنگ شو انجام دظالمانو ﴿۴۰﴾

[۳۶] ددی آیت نه تر (۴۴) پوری پنځم مقام دی په دی کښی امتحان دی په موسیٰ علیه السلام باندی په دعوت کولو فرعون ته اودهغوی کیدونه او تلبیس اچول په قوم باندی اونازلیدل په هغوی باندی عذاب اولعنت په دنیا او آخرت کښی ذکردی اودانعمتونه دی په موسیٰ علیه السلام او دهغه په ملگروباندی سره دنعمت د انزالِ تورات نه - په دی آیت (۳۶) کښی دعوت د موسیٰ علیه السلام په اختصارسره ذکردی اوتکذیب دفرعونیانو په دوه طریقوسره، اول تکذیب دمعجزاتوچه دا سحردی دوهم تکذیب دتوحید چه داد مشرانونه خلاف دی -
[۳۷] هرکله چه دوی په ضمن دتکذیب کښی موسیٰ علیه السلام ته د گمراهئ نسبت اوکړو نو موسیٰ علیه السلام د هغی جواب اوکړو په دی آیت کښی په تفویض (سپارل) سره علم د اللّه تعالٰی ته (إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ) کښی اجمالاً‌ اشاره ده چه فرعونیان به تباه کیږی په عذاب سره نومعلومه شوه چه دوی گمراهان دی -
[۳۸] دا دعویٰ دفرعون ده دحصر دالوهیت په خپل ځان کښی مراد ددی دادی چه بغیرځما داجازت نه بل الٰه نیشته اوزه هم الٰه یم لکه دلالت کوی په دی باندی سورة اعراف (۱۲۷) او انکار دبل الٰه نه اوپه الٰه د موسیٰ علیه السلام پسی بره ختل دا ټول تلبیس دفرعون دی په خپل قوم باندی دپاره ددی چه قوم جاهلان دی او ځما تابعداری کوی (فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ) زخرف:۵۴ (فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ) مراددی نه پخی خختی جوړول دی اوداطریقه ایجاد دفرعون دی - بیا صرح (مانړئ) جوړول اوبیا دهغی ټکړی کیدل وغیره دا قصی صحیح ثابت نه دی (وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ) په دی کښی اشاره کوی چه مانړئ جوړولو ته ضرورت نیشته ځکه چه موسیٰ دروغژن دی
[۳۹] ددوی دوه مرضونه ئی ذکرکړل اول استکبارپه باطل یعنی شرک او کفر دوهم انکار دبعث بعدالموت نه -
[۴۰] داصریح نص دی په نیولو دفرعون او غرق کولو دهغه باندی اودا لوئ عبرت دی ظالمانوته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>