أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۷ القصص

وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنْصَرُونَ ﴿۴۱﴾ وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ هُمْ مِنَ الْمَقْبُوحِينَ ﴿۴۲﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ الْأُولَى بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۴۳﴾ وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ إِذْ قَضَيْنَا إِلَى مُوسَى الْأَمْرَ وَمَا كُنْتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۴۴﴾ وَلَكِنَّا أَنْشَأْنَا قُرُونًا فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ وَمَا كُنْتَ ثَاوِيًا فِي أَهْلِ مَدْيَنَ تَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَلَكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿۴۵﴾

او اوگرځول مونږ دوی لره پیشوایان چه بلنه کوی اورته اوپه ورځ دقیامت به ددوی مدد نشی کیدلی ﴿۴۱﴾
او را اولیږه مونږپه دوی پسی په دی دنیا کښی لعنت اوپه ورځ دقیامت به دوی به دبد وئیلو شوؤ نه وی ﴿۴۲﴾
اویقیناً ورکړی وؤ مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب روستو دهغی نه چه هلاک کړلی مونږ پیړئ مخکښنی دپاره دپوهی (دزړونو) خلقو لره او دپاره د هدایت او درحمت ددی دپاره چه دوی نصیحت واخلی ﴿۴۳﴾
اونه وی په طرف مغربی کښی کله چه حواله کړو مونږ موسیٰ علیه السلام ته کار د پیغمبرئ اونه وی ته د حاضرو ناظرونه ﴿۴۴﴾
اولیکن مونږ پیدا کړی پیړئ نو اوږده تیرشول په هغوی باندی عمرونه اونه وی ته اوسیدونکی په مدین والوکښی چه لوستل تا په هغوی باندی آیاتونه ځمونږ اولیکن یو مونږه رالیږونکی ﴿۴۵﴾

[۴۱] اوله جمله کښی ددوی دنیوی حال ذکرشوی دی یعنی دوی د کفراو شرک دعوت کؤونکی وؤ - معلومه شوه چه امام دگمراهئ په اقتداء کښی هم استعمالیږی -
[۴۲] په دی کښی ذکر دعذاب دنیوی او اخروی دواړو دی (الْمَقْبُوحِينَ) هلاک کړی شوی یا بدشکلی یا لری کړی شوی درحمت د اللّه تعالٰی نه (أَتْبَعْنَاهُمْ) په دی کښی معنیٰ دهمیش والی ده -
[۴۳] دقوم فرعون اهلاک لوئ انعام وؤ اوس بل انعام ذکرکوی چه هغه کتاب تورات دی موصوف په دری لوئ صفتونوسره (مِنْ بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا) دا دلیل دی چه د فرعون نه روستو اللّه تعالٰی په یو امت باندی استیصالی (دویخه ویستونکی) عذاب نه دی رالیږلی هان یویو کلی باندی عذاب راغلی دی او راځی - (بَصَائِرَ) کښی اشاره ده دلیلونو او مثالونو وغیره ته او هدیٰ کښی اشاره ده عقیدی او اعمالوته او رحمة کښی اشاره ده بشارتونو اوثوابونو ته -
[۴۴] تردی ځای پوری مقامات موسویه ختم شول ددی آیت نه تر (۶۰) پوری دوهم باب دی په دی کښی اثبات دصدق درسول دی اوحکمت د ارسال د رُسُل دی بیا زجردی منکرینو دکتاب اورسول ته اوترغیب دی قرآن ته اودلیل نقلی دی داهل کتاب سابقین نه اودهغوی لس صفات، بیا جواب دسوال دی په نفی دهدایت سره درسول نه بیا زجردی منکرینوته اوتخویف دنیوی دی -
[۴۶،۴۵،۴۴] دی کښی اثبات د صدق درسول دی تفریع په قصه د موسیٰ علیه السلام باندی اودا استدلال په عدم حضور د نبی ﷺ په وخت د واقعاتو د موسیٰ علیه السلام کښی یعنی حاضر نه وؤ په دغه حالاتوکښی اوسره ددی نه رشتینی واقعات ئی ذکرکړل نومعلومه شوه چه وحی ورته شوی ده او نبی صادق دی (وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ) په دی کښی مراد اول وخت دوحی د موسیٰ علیه السلام دی په واپسی کښی دمدین نه مصرته چه هغه ددی سورة‌ په (۳۰) کښی ذکرشو (وَمَا كُنْتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ) دا نفی په طریقه دعموم سره ده روستو دخصوص نه (قُرُونًا) نه مراد ډیری زمانی دی چه په هغی کښی رسول نه وؤ راغلی - زمانه دفترة ده نوپه هغی کښی رسول ته ډیرضرورت پریوتلو نو (فاَرسلناک) مقدر دی (تَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا) مراد ددی نه لوستل دشاگرد دی په استاد باندی مطلب ئی دادی چه ته په مدین کښی دیره نه وی چه تا دهغوی نه دا واقعات ایزده کړی دی کوم چه د موسیٰ علیه السلام حالات وؤ په مدین کښی (وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا) مراد ددی نه وخت دکتاب ورکولو دی موسیٰ علیه السلام ته په طورکښی یعنی په دغه وخت کښی هم حاضرنه وی اوبیاهم مونږ تاته خبردرکړو او رسول هم اوگرځولی دوجی درحمت نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>