أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۸ القصص
وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَكِنْ رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أَتَاهُمْ مِنْ نَذِيرٍ مِنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۴۶﴾ وَلَوْلَا أَنْ تُصِيبَهُمْ مُصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَيَقُولُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾ فَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَى أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَى مِنْ قَبْلُ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ ﴿۴۸﴾
اونه وی په طرف دطور غرکښی کله چه آواز ورکړو مونږ (موسیٰ علیه السلام ته دپاره دکتاب) اولیکن را اولیږلی مونږ ته رحمت ستا درب دطرف نه دپاره ددی چه ویره ورکړی هغه قوم ته چه نه دی راغلی دوی ته هیڅ ویره ورکوؤنکی ستا نه مخکښی دپاره ددی چه دوی نصیحت قبول کړی ﴿۴۶﴾
او که چیری نه وی دا خبره چه اورسی دوی ته مصیبت په سبب دعملونو چه مخکښی لیږلی دی لاسونو ددوی نووائی به ای ربه ځمونږ ولی تانه رالیږلو مونږته رسول پس تابعداری به کړی وی مونږ د آیاتونو ستا اووی به مونږ دمؤمنانونه ﴿۴۷﴾
پس هرکله چه راغی دوی ته حق دطرف د ځمونږ نه اوئیل دوی ولی نشی ورکیدی ده ته په شان دهغی چه ورکړی شوی دی موسیٰ علیه السلام ته آیا دوی کفرنه دی کړی په هغه کتاب چه ورکړی شوی وؤ موسیٰ علیه السلام ته ددی نه مخکښی وئیلی دی دوی دا دوه جادوگردی چه امداد ئی کړی دیوبل سره اودوی وئیلی دی چه مونږ په هریوباندی کفر کوؤنکی یو ﴿۴۸﴾
[۴۷] دا جواب دسوال دی چه درسول رالیږلو څه ضرورت وؤ عذاب به ئی دوی باندی رالیږلی وی؟ جواب دی په بیان د دحکمت دارسال رسول سره چه هغه دفع دعذر دخلقو ده لکه چه سورة طٰهٰ (۱۳۴) کښی اوسورة نساء (۱۶۵) کښی تیرشوی دی اودآیت په اخرکښی لَمَااَرْسَلْنَاکَ پټ مراد دی -
[۴۸] په دی کښی زجردی منکرینو دقرآن او رسول ته په دوه طریقو سره اوله طریقه دانکار داده چه دوی اوئیل چه دی رسول ته د موسیٰ علیه السلام په شان معجزات اوکتاب په یوځای ولی نشی ورکیدلی اوددی په جواب کښی ددوی د انکار دوهمی طریقی ته اشاره ده اوهغه یو خاص واقعه ده هغه داده چه یهودیانو دیو عالم ملاقات اوشو دقریش مکه سره نودوی ترینه تپوس اوکړو چه دا نبی دعویٰ د نبوت کوی او دتوحید مسئله کوی او وائی چه ذبح او نذر په نوم دغیراللّه باندی حرام دی ته ددی په باره کښی څه وائی نوهغه ورته اوئیل چه داسی ځمونږپه کتاب کښی هم شته دی نوقریش غصه شول او انکارئی اوکړو او دوی اوئیل سِحْرَانِ تَظَاهَرَا یعنی تورات او قرآن دواړه جادو دی اودیوبل سره ئی امداد کړی دی -