أَمَّنْ خَلَقَ ۹۴۹ القصص
قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ هُوَ أَهْدَى مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۹﴾ فَإِنْ لَمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءَهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۰﴾ وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۵۱﴾ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِهِ هُمْ بِهِ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۲﴾ وَإِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ قَالُوا آمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ ﴿۵۳﴾
ته اوایه پس راوړئ تاسو یوکتاب د طرف د اللّه تعالٰی نه جه هغه ښه هدایت والا وی ددی دواړو نه تابعداری به ئی اوکړم زه که چیری تاسو ئی رشتینی ﴿۴۹﴾
پس که چیری دوی قبوله نه کړی خبره ستاسو پس پوهه شئ چه یقیناً تابعداری کوی دوی دخواهشاتوخپلو اوڅوک ډیربی لاری دی دهغه چانه چه تابع وی دخواهش خپل بغیر دهدایت د طرف د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم ظالمانوته ﴿۵۰﴾
اویقیناً یوبل پسی پیوست بیان کړی دی مونږ دوی ته وینا د دی دپاره چه دوی نصیحت قبول کړی ﴿۵۱﴾
هغه کسان چه ورکړی دی مونږ دوی ته کتاب مخکښی دقرآن نه دوی په دی باندی ایمان راوړی ﴿۵۲﴾
اوکوم چه وخت اولوستلی شی په دوی باندی دوی وائی ایمان راوړی دی مونږ په دی یقیناً داحق دی دطرف درب ځمونږ نه یقیناً مونږ وو ددی نه مخکښی مسلمانان په دی کښی دوه صفتونه دی - ایمان بالقرآن او اسلام راوړل مخکښی دقرآن دنزول نه اودلته بِهِ ضمیرقرآن ته راجع دی اوددی نه معلومه شوه چه مخکښنوخلقو ته هم مسلمانان وئیلی کیږی - کومو چه ایمان صحیحی راوړی وؤ ﴿۵۳﴾
[۴۹] دا جواب دی ددی قول چه سِحْرَانِ تَظَاهَرَا یعنی چه دوی دقرآن او تورات دواړونه انکار کوی نودوی دی ددی نه هدایت والا کتاب راوړی چه په هغی کښی شرک جائزکړی وی په دی شرط چه دی اللّه تعالٰی دطرف نه وی -
[۵۰] دا بیان دعجز ددوی دی دکتاب راوړلونه په خپل شرک باندی اوپه هغی باندی تفریع ده په فاعلم سره یعنی چا سره چه دلیل شرعی نه وی نومستلزم ده چه دوی به خواهش تابع وی او تابعداری دخواهش ضلال او ظلم دی -
[۵۱] دا رد دی په اتباع د خواهش باندی (وَصَّلْنَا لَهُمُ) یعنی وحی لره مونږ درسولانو په واسطه پرله پسی درلیږلی ده دپاره ددفع دعذر دخلقو یاد القول نه مراد مضمون دقرآن دی اومراد دادی چه دقرآن مضمون وعد وعید دعویٰ، دلیلونه ، قصص امثال وغیره دی دیوبل سره پیوست پرله پسی مونږ بیان کړی دی نودا ترغیب دی قرآن ته -
[۵۲] دا دلیل نقلی دی د مخکنو علماءِ اهل کتاب نه او دهغوی لس صفات دی، په دی آیت کښی اول صفت ددوی دی، بِهِ ضمیر الکتاب ته راجع دی یعنی دوی په خپل کتاب باندی ایمان لری -
[۵۳] په دی کښی دوه صفتونه دی - ایمان بالقرآن او اسلام راوړل مخکښی دقرآن دنزول نه اودلته بِهِ ضمیرقرآن ته راجع دی اوددی نه معلومه شوه چه مخکښنوخلقو ته هم مسلمانان وئیلی کیږی - کومو چه ایمان صحیح راوړی وؤ -