أَمَّنْ خَلَقَ ۹۵۰ القصص

أُولَئِكَ يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُمْ مَرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿۵۴﴾ وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ ﴿۵۵﴾ إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۵۶﴾

دغه کسان ورکولی به شی دوی ته اجر ددوی دوه کرته (برغ) په دی وجه سره چه دوی صبرکړی دی اودفع کوی په نیکئ سره بدئ لره اودهغی مال نه چه مونږ دوی ته ورکړی دی خرچ کوی په لارد اللّه تعالٰی کښی ﴿۵۴﴾
اوکله چه دوی واوری بی فائدی خبری مخ اړوی دهغی نه او دوی وائی مونږ دپاره ځمونږ عملونه دی اوتاسولره ستاسو عملونه دی سلام دجدائی دی په تاسوباندی نه لټوؤ مونږ ملگرتیا د جاهلانو ﴿۵۵﴾
یقیناً ته نشی رسولی مقصد ته هغه چالره چه ته ئی خوښه وی اولیکن اللّه تعالٰی رسوی مقصد ته هغه چالره چه اوغواړی اوهغه پوهه دی په هدایت موندونکو ﴿۵۶﴾

[۵۴] په دی کښی دری صفتونه دی صبر، دفع دسیئه په حسنه سره انفاق کول (مَرَّتَيْنِ) هرکله چه په مخکښی آیاتونو کښی ایمان په تورات اوایمان په قرآن ذکرکړو ددی وجی نه ئی دوه اجرونه ذکرکړل - (يَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ) دا الفاظ عام دی اوشامل دی ډیرو اموروته - اَلْحَسَنَةِ کښی ښائسته اخلاق، نرم کلام، صبروتحمل اوتوبه استغفار دعوة دتوحید اوسنت ټول داخل دی او السَّيِّئَةَ کښی دالحسنة مقابل بداخلاق، سختی خبری، کنځل او طعنونه، گناهونه، شرک اوبدعات ټول داخل دی -
[۵۵] په دی کښی څلور صفات دی اعراض دلغونه دادی چه د لغو جواب نه ورکوی، لغونه قبلوی، لغوکښی شرکت نه کوی اولغو عام دی طعنونه کنځل، لوبی غزلی وغیره اوداسی په سورة فرقان (۷۲) کښی دی (سَلَامٌ عَلَيْكُمْ) دا سلام دمتارکت دی یعنی ځمونږ ستاسو دین جدا جدا دی مونږ تاسو ته کنځل وغیره نه کوؤ اوکه دا معنیٰ شی چه مونږ تاسوسره جنگ نه کوؤ نودا منسوخ دی او دا سلام د تحیه نه دی داسی په سورم فرقان (۶۳) کښی تیرشوی دی (لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ) یعنی طریقی او اخلاق او ملگرتیا د جاهلانو نه غواړو -
[۵۶] دا جواب دسوال دی، سوال دادی چه هرکله چه دانبی صادق دی نوخپل خپلوان پری ولی ایمان نه راوړی، حاصل دجواب دادی چه توفیق دهدایت په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی - اوپه دی آیت کښی رد دی په شرک فی التصرف باندی یعنی د نبی ﷺ په اختیارکښی هدایت نیشته دلته مراد د هدایت نه توفیق ورکول دی اومقصد ته رسول دی داد نبی په اختیارکښی نیشته اوهدایت چه معنیٰ ئی لاری خودل دی نوهغه دنبی ذمه داری ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>