أَمَّنْ خَلَقَ ۹۵۱ القصص

وَقَالُوا إِنْ نَتَّبِعِ الْهُدَى مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَا أَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِزْقًا مِنْ لَدُنَّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۵۷﴾ وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِنْ بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ ﴿۵۸﴾ وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى حَتَّى يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَى إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ ﴿۵۹﴾ وَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۶۰﴾

اودوی وائی که چیری تابعداری اوکړو مونږ دهدایت ستا په ملگرتیا کښی اوبه تختولی شو مونږ دملک خپل نه آیا ځای نه دی ورکړی مونږ دوی ته په حرم کښی چه امن والا دی راخکلی کیږی هغه ته میوی (غلی) دهرقسم دپاره د خوراک زمونږ دطرف نه اولیکن ډیرددوی نه نه پوهیږی ﴿۵۷﴾
ډیرهلاک کړی دی مونږ کلی چه دحدنه تیروتلی وؤ په ژوند خپل کښی پس دغه دی کورونه ددوی چه اوسیدل نه دی شوی په هغی کښی روستو ددوی نه مگرلږ وخت او وؤ مونږ آخری مالکان ﴿۵۸﴾
اونه دی رب ستا هلاکوؤنکی دکلو تردی پوری چه اولیږی په مینځ دهغی کښی رسول چه بیانوی په دوی باندی آیاتونه زمونږ اونه وؤ مونږ هلاکونکی دکلو مگر اوسیدونکی دهغی ظالمان دی ﴿۵۹﴾
اوهغه چه درکړی شوی دی تاسوته څه څیز نولږه نفع دژوند دنیوی ده او ډول دهغی دی اوهغه چه اللّه تعالٰی سره دی غوره دی او همیشه دی آیا پس دعقل نه کار نه آخلئ ﴿۶۰﴾

[۵۷] دا زجردی اواشاره ده چه دا مشرکان مکه (خپلوان دپیغمبر) ددی وجی نه منکر نه دی چه دا قرآن اوتوحید ورته ناحق ښکاری بلکه دخلقو دویری دوجی نه ایمان نه راوړی لکه اوس زمانه کښی ډیرهم داسی شته چه دخلقو دوجی نه دحق مرسته نه کوی ( نُتَخَطَّفْ) مراد ددی نه شړل دی دوطن نه او په تکلیفونو سره تنگول دی - او ددوی جواب دی په دی قول سره أَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَهُمْ، یعنی په دوی باندی ښکاره دری انعامات کړی دی (۱) حرم کښی ځآی ورکول (۲) امن ددشمنانونه (۳) هرقسم غلی او میوی حرم مکه ته را جمع کیدل ددوی خوراک دپاره نوحاصل داشو چه اللّه تعالٰی تاسولره په حال دکفروشرک کښی دا نعمتونه درکړی نو په حالت اسلام کښی به هم درکوی دخلقونه ولی ویریږی -
[۵۸] دا تخویف دنیوی دی هغه چاته چه دمال او دنیا د وسعت په وجه باندی مست شی اوایمان نه راوړی اوداهم جواب دی د مخکښی قول دمنکرینو یعنی مخلوق نه مه ویریږی بلکه د اللّه تعالٰی د عذاب نه اویریږئ (بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا) دحدنه تیرشویوؤ په ژوند اواسباب دمعشیت کښی یاجاهل وؤ دشکردمعشیت خپل نه په اوله معنیٰ سره فی پټ دی اوپه دوهمه معنیٰ سره فی ته ضرورت نیشته -
[۵۹] جواب دسوال دی چه هرکله دامکی والا هم په بطر اوتکبرکښی واقع شوی وؤ نو اللّه تعالٰی په دوی باندی عذاب ولی نه رالیږلو حاصل جواب دادی چه درسول د رالیږلو انتظار وؤ دپاره ددی چه په دوی باندی حجت قائم شی اوددوی ظلم ښکاره شی ځکه چه دا ظلم سبب دعذاب دی (أُمِّهَا) ام لقریٰ مکه مکرمه ده چه اصل د عرب او عجم دی او داسی په سورة شوریٰ (۷) کی هم ذکر دی او دیته ام القریٰ ددی وجی نه وئیلی شی چه اول کعبه په دی ځای کښی جوړه شوی ده لکه په سورة العمران (۹۶) کښی راغلی دی ځمکه ددی ځای نه غوړه ولی شوی ده -
[۶۰] ددی آیت نه ترآخر د سورة پوری دریم باب دی په دی کښی تزهید فی الدنیا دی اوفرق په مینځ داهل دنیا او اهل آخرت کښی دی - بیا تخویف اخروی دی اوپه هغی کښی ئی دری سوالات ذکرکړی دی بیا عقلی دلیلونه دی بیا تخویف اخروی دی بیا دواقعه دقارون ده په تخویف دنیوی سره اوبیا امور متفرعه دی او خطابات د نبی ﷺ دی په تشجیع سره او اختتام دی په کلماتودتوحید سره - په دی آیت (۶۰) کښی تزهید فی الدنیا دی په ذکردفرق سره په مینځ دمتاع ددنیا اودثواب د آخرت کښی ددنیا څیزونه دوه قسمه دی دبعضی نه خوراک څکاک پوشاک وغیره فائدی اخستلی کیږی او بیازرفناشی دیته متاع وائی اوبعضی څیزونونه هیڅ فائده نه اخستلی کیږی صرف ډول ډال دپاره وی هغی ته زینت وائی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>