أَمَّنْ خَلَقَ ۹۵۲ القصص

أَفَمَنْ وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَنْ مَتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ ﴿۶۱﴾ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿۶۲﴾ قَالَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هَؤُلَاءِ الَّذِينَ أَغْوَيْنَا أَغْوَيْنَاهُمْ كَمَا غَوَيْنَا تَبَرَّأْنَا إِلَيْكَ مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ ﴿۶۳﴾ وَقِيلَ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَرَأَوُا الْعَذَابَ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا يَهْتَدُونَ ﴿۶۴﴾

آیا پس هغه څوک چه وعده کړی ده مونږ دهغ سره وعده ښائسته چه هغه مخامخ کیدونکی د هغی وی په شان دهغه چاچه مزی ورکړی وی مونږ مزی د ژوند دنیوی بیا هغه په ورځ دقیامت به دحاضرکړی شوؤ نه وی (په عذاب کښی) ﴿۶۱﴾
اوپه کومه ورځ چه آوازبه ورکړی دوی ته پس وائی به کوم ځای دی برخی والا ځما هغه چه تاسو پری گمان کوؤ ﴿۶۲﴾
اوبه وائی هغه کسان چه پوره شوی دی په هغوی باندی حکم دعذاب ای ربه زمونږه دا هغه خلق دی چه گمراهئ ته رابللی دی مونږ دوی لره لکه چه مونږه گمراه ؤو بیزاری مخکښی کوؤ تاته نه وؤ دوی مونږ لره عبادت کوؤنکی ﴿۶۳﴾
او اوبه وئیلی شی را اوبلئ شریکان ستاسو نودوی به ورته آواز ورکړی پس ورنه به کړی هغوی هیڅ جواب دوی ته او دوی به اوینی عذاب لره (وائی به) ارمان دی چه دوی پوهیدلی (چه دا شریکان هیڅ مدد نشی کولی) ﴿۶۴﴾

[۶۱] په دی کښی بیان دفرق دی په مینځ ددنیا پرستو او جنتیانو کښی (مِنَ الْمُحْضَرِينَ) مراد ددی نه مشرکین او نافرمان دی ددی وجی نه روستو دمشرکانو دپاره تخویف ذکرکوی -
[۶۲] په دی کښی تخویف اخروی دی مشرکینو (دنیاپرستو) ته - په دی آیت کښی اول سوال ذکردی په باره دمتبوعینو گمراهانو کښی چه هغوی خپل تابعداران گمراهئ ته رابلی لکه مشرکان او مبتدعین پیران او ملایان (تَزْعُمُونَ) تاسو دعویٰ کوله چه دا زمونږسفارشیان او د اللّه تعالٰی شرکاء‌ دی -
[۶۳] په دی آیت کښی جواب دمتبوعینو ذکرشوی دی اودوی ددی وجی نه جواب کوی چه ضمناً په دوی باندی اعتراض دی چه تاسولخپل تابعداران ولی گمراه کړی دی حاصل دجواب دادی چه مونږپه زور نه دی گمراه کړی دی بلکه مونږصرف دعوت دگمراهئ ورکړی دی نودوی په خپله خوښه زمونږ تابعداری کړی وه (حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ) مراد ترینه فیصله دعذاب د اللّه تعالٰی ده په دوی باندی په دی قول چه (لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ) هود:۱۱۹ (أَغْوَيْنَا) اول دپاره دتسلیم ددعوی دی چه هان مونږ گمراه کړی دی - بیا تفصیل دجواب دی په دوهم اغوینا سره یعنی مونږ گمراهئ ته دعوت ورکړی دی (كَمَا غَوَيْنَا) یعنی دوی په خپله خوښه گمراه شول لکه چه مونږ په خپل اختیارسره شوی وؤ یا کاف په کما کښی دپاره دعلت دی (تَبَرَّأْنَا إِلَيْكَ) یعنی مونږباندی ددوی دوجی نه ملامتیا نیشته (مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ) یعنی دوی مونږلره صرف اطاعت کړی دی عبادتونه ئی نوربزرگانو لره کړی دی - نودهغوی نه دی هم تپوس اوکړی شی -
[۶۴] دا دوهم سوال دی اوداپه باره دهغه بزرگانو کښی دی چه دوی ورله عبادت کوؤ اوهغوی ترینه هیڅ خبرنه لری (لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا) لودپاره د تمنا دی یعنی چه دوی به افسوس او ارمان اوکړی په هدایت پسی یالوشرطیه دی اوجزائی محذوف ده اومراد د یهتدون دادی که دوی ته علم وی چه دا بزرگان زمونږ د عبادتونونه خبرنه لری نودوی به د اللّه تعالٰی سره نه شریکولی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>