أَمَّنْ خَلَقَ ۹۵۳ القصص

وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ ﴿۶۵﴾ فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ الْأَنْبَاءُ يَوْمَئِذٍ فَهُمْ لَا يَتَسَاءَلُونَ ﴿۶۶﴾ فَأَمَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسَى أَنْ يَكُونَ مِنَ الْمُفْلِحِينَ ﴿۶۷﴾ وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۶۸﴾

اوپه کومه ورځ چه آواز به ورکړی دوی ته نو اوائی به څرنگه جواب ورکړی وؤ تاسورسولانوته ﴿۶۵﴾
نوپټ به شی په دوی باندی دلیلونه په دغه ورځ نودوی به دیوبل نه هیڅ تپوس نشی کولی ﴿۶۶﴾
پس هرچه هغه څوک دی چه توبه ئی کړی ده د شرک نه اوایمان ئی راوړی دی او عمل کړی دی برابردسنت سره نوخامخا وی به هغه د کامیابونه ﴿۶۷﴾
اورب ستا پیدا کوی څه چه اوغواړی اوخپله خوښه کوی نیشته دی مخلوق لره هیڅ اختیار (دخدائیتوب) پاکی ده اللّه تعالٰی لره اواوچت دی دهغی نه چه دوی ورله شریکان گنړی ﴿۶۸﴾

[۶۵] دا دریم سوال دی په باره د اتباع د رسولانو کښی یعنی دواړه سوالونه په باره د توحید کښی وؤ اودا سوال په باره داتباع دسنت کښی دی (أَجَبْتُمُ) یعنی اجابت قولی او عملی هم کړی وؤ یامخالفت هم کړی وؤ -
[۶۶] (الْأَنْبَاءُ) ددی نه مراد هغه تاویلات او توجیهات وؤ چه دوی به د ردکولو دسنت دپاره پیش کول، او اختراعی دلیلونه ئی جوړ کړی وؤ نودهغی دهیریدلوپه وجه باندی به دومره هیبت زده شی چه دیوبل نه به هم تپوس نشی کولی -
[۶۷] دا تخویف نه روستو بشارت دی مؤمنانوته - (فَعَسَى) عسیٰ ، دکریم اود شریف دطرف نه دپاره دتحقیق راځی -
[۶۸] پس د تخویف د مشرکانو او بشارت مؤحدینوته عقلی دلیلونه ذکرکوی دپاره درد دشرک اود اثبات د توحید اوپه دی دلیل کښی اشاره ده چه چاله توفیق ورکوی دایمان او عمل صالح - اوچاله نه ورکوی داد اللّه تعالٰی اختیاردی او دا اول عقلی دلیل دی (مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ) مراد د خِيَرَةُ نه اختیار اوتصرف د الوهیت دی داد ټول مخلوق نه حقیقةً نفی ده په دی کښی هغه اختیارمراد نه دی کوم چه موقوف علیه دپاره دتکلیف داحکاموراځی اودا دلیل دی چه پیغمبرته مختارکل وئیل شرکی کلمه ده (سُبْحَانَ اللَّهِ) دا تفریع دمسئلی دتوحید ده په ماقبل دلیل باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>