أَمَّنْ خَلَقَ ۹۵۴ القصص

وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿۶۹﴾ وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَى وَالْآخِرَةِ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۷۰﴾ قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِضِيَاءٍ أَفَلَا تَسْمَعُونَ ﴿۷۱﴾ قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿۷۲﴾

اورب ستاپوهه دی په هغه څه چه پټوی سینی ددوی اوهغه چه دوی ښکاره کوی ﴿۶۹﴾
اوهغه اللّه دی نیشته حق دار دبندگئ سیوا دهغه خاص هغه لره ستائنه د خدايی توب ده په دنیا کښی او آخرت کښی اوخاص هغه لره اختیاردی اوخاص هغه ته به ورگرځولی شئ‌ ﴿۷۰﴾
اوایه خبر راکړئ که چیری اوگرځوی اللّه تعالٰی په تاسوباندی شپه همیشه تر ورځ دقیامت پوری څوک دی واکدار سیوا د اللّه تعالٰی نه چه راولی تاسو لره رنړا د نمر آیا پس تاسو نه اورئ ﴿۷۱﴾
اوایه خبر راکړئ که چیری اوگرځوی اللّه تعالٰی په تاسو باندی ورځ همیشه ترورځ دقیامت پوری څوک دی واکدار سیوا د اللّه تعالٰی نه چه راوړی تاسو ته شپه چه آرام کوئ په هغی کښی آیا پس تاسو نه وینئ ﴿۷۲﴾

[۶۹] دا دوهم دلیل عقلی دی په باره دعلم د اللّه تعالٰی کښی روستو دبیان د صفت دتصرف نه - هرکله چه د خَفی (پټ) مستلزم نه دی علم دښکاره لره ځکه چه دهغی دپاره لکه نور موانع هم وی ددی وجی نه (يُعْلِنُونَ) ئی مستقل ذکر کړو -
[۷۰] دا تفریع دتوحید ده په تیرشوی دلیلونوباندی اوپه دی آیت کښی څلور کلمات د توحید دی - توحید دالوهیت، توحید دصفاتو، توحید دحکم، توحید دجزا او حساب -
[۷۱] دا دریم دلیل عقلی دی اودا اعترافی سکوتی دی ځکه چه د مخاطب نه تپوس شوی دی اودهغه چپ والی ئی نقل کړی دی اوپه دی آیت کښی د الٰه یو تفسیردی چه نمررا خيژولی شی یعنی چه نمرکښی تصرف کوی هغه ته الٰه وئیلی کیږی - داچه په جاهلانوکښی قصه مشهوره ده چه شمس تبریزبابا په ملتان باندی نمررا کوز کړی دی دا دروغ دی منگړت قصی دی اود شرک عقیده ده ځکه چه نمرکښی تصرف کول صرف د اللّه تعالٰی شان دی (إِنْ جَعَلَ) ابن کثیرذکر کړی دی چه جزا ددی شرط محذوف ده یعنی لَاَضَرَّ ذالک بهم (ضروربه دا تکلیف ورکړی دوی ته) او مَنْ إِلَهٌ ئی هم جزا کیدی شی -
[۷۲] دا څلورم دلیل عقلی اعترافی سکوتی دی یعنی نمر غائب کول اوشپه راوستل صرف د اللّه تعالٰی اختیارکښی دی -
فائده: په اول آیت کښی دشپی ددوام ذکردی او دشپی اوریدل کیږی لیکن لیدل نه کیږی ددی وجی نه دهغی سره أَفَلَا تَسْمَعُونَ ذکر کړو اوپه دوهم آیت کښی دورځی ددوام ذکردی اوپه ورځ کښی لیدل کیږی ددی وجی نه أَفَلَا تُبْصِرُونَ ئی ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>