أَمَّنْ خَلَقَ ۹۵۵ القصص
وَمِنْ رَحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۷۳﴾ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿۷۴﴾ وَنَزَعْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۷۵﴾ إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَى فَبَغَى عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ ﴿۷۶﴾ وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ ﴿۷۷﴾
او د وجی د رحمت د اللّه تعالٰی نه گرځولی ئی ده تاسولره شپه اوورځ دی دپاره چه آرام اوکړئ په شپه کښی اودپاره ددی چه لټوئ فضل د اللّه تعالٰی په ورځ کښی اودپاره ددی چه شکراوکړئ ﴿۷۳﴾
اوپه کومه ورځ چه آواز به ورکړی دوی ته نواوبه وائی کوم ځای دی برخی والا ځما هغه ته تاسو گمان کؤو ﴿۷۴﴾
اورا اوباسو به دهر امت نه گواهی کوؤنکی پس اوبه وایو مونږ راوړئ دلیل ستاسو (په شرک باندی) نودوی به پوهه شی چه یقیناً حق د خدائیتوب خاص د اللّه تعالٰی دی او ورک به شی ددوی نه هغه چه دوی دروغ جوړول ﴿۷۵﴾
یقیناً قارون وؤ دقوم د موسیٰ علیه السلام نه نوزیاتی ئی کړو په دوی باندی او ورکړی وی مونږ ده ته دخزانو نه په دومره قدر دهغه چابیانی خامخا درنی به وی په یوه ډله طاقتورباندی کله چه اوئیل ده ته قوم دده لوئی مه کوه یقیناً اللّه تعالٰی مینه نه کوی د لوئی کوؤنکوسره ﴿۷۶﴾
او اولټوه په هغی کښی چه درکړی دی تاته اللّه تعالٰی کور روستنی اومه هیره وه برخه خپله ددنیا نه اواحسان کوه ځکه چه اللّه تعالٰی احسان کړی دی تاته اومه لټوه فساد په ملک کښی یقیناً اللّه تعالٰی مینه نه کوی دفساد کوؤنکو سره ﴿۷۷﴾
[۷۳] دا پنځم عقلی دلیل دی په دی کښی دی چه دشپی اود ورځی نظام چلول او د هغی په ترتیب سره فائدی پیدا کول د اللّه تعالٰی تصرف او اختیار دی - (وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ) ددی نه مراد توحید منل دی -
[۷۵،۷۴] دا تخویف اخروی دی او کوم چه په (۶۳) کښی تیرشو په هغی کښی مراد فساد دعقیدی ددوی وؤ اوپه دی آیت کښی مراد دادی چه ددوی شرک بی دلیله دی اومراد د شهیداً نه هغه څوک دی چه دوی ته ئی دعوت او تبلیغ کړی وؤ هغه به شهادت اوکړی دوی ته د تبلیغ کولو چه ما دوی ته تبلیغ کړی وؤ اوشهادت به اوکړی ددوی د انکارکولو (الْحَقَّ) مراد ددی نه حق دعبادت او الوهیة دی (مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ) هغه شرکی قصی په باره داولیاؤ کښی چه دوی دځان نه جوړکړی دی -
[۷۶] داد تخویف دنیوی دپاره مثال دی تعلق لری د (۶۰) سره اودارنگ په دی واقعه کښی دلیل دی چه مشرک اوکافر سره په وخت دعذاب راتللوکښی هیڅ څوک امداد نشی کولی نه دهغه معبودان باطله او نه مالونه او نه خدمتگاران اونه مریدان لکه چه دقارون حال په (۸۱) کښی دغسی بیان کړی شوی دی (مِنْ قَوْمِ مُوسَى) مشهوره داده چه دی د موسیٰ علیه السلام دتره ځوی وؤ د موسیٰ علیه السلام پلارعمران بن قاهث وؤ اودقارون پلار یصهربن قاهث وؤ (فَبَغَى عَلَيْهِمْ) دا یو جامع لفظ دی شامل دی کفراوشرک اوتکبراوظلم کولو ته (وَآتَيْنَاهُ) داسبب دبغی دی لفظ د کنوز او مفاتح او تنوء او عصبه او اولی القوة ښکاره دلیل دی چه دده مالونه دحصر او دشماری نه بهر وؤ اوکنوز کښی اشاره ده چه ښکاره مال ئی ددی نه علاوه وؤ دا خوپټی جمع کړی شوی خزانی وی اوشاره ده چه دهغی نه ئی زکوٰة صدقه فی سبیل اللّه نه ورکوله ځکه چه کنز هغه مال ته وئیلی کیږی چه زکوٰة ترینه نه آدا کیږی اووقت د اظهار دبغی دادی (إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ) دیته فَرحَ بَطر وئیلی کیږی چه دهغی دوجی نه شرک کوی اوقیامت هیرکړی اوعاقبت باندی سوچ نه کوی - اود اللّه تعالٰی دعذاب نه نه ویریږی -
[۷۷] دده قوم (چه په هغی کښی موسیٰ علیه السلام هم داخل دی) ده ته دعوت دحق ورکړو چه په هغی کښی دری مناهی (فرح، نسیان، نصیب دنیا، فساد) ذکردی اودوه اوامر وَابْتَغِ، أَحْسَنَ، او دوه ترغیبات (إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ) او (إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ) ذکرکړی دی (وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ) په دی کښی اشاره ده ټولو جوانبو دتوحید ته اوعقیده د آخرت او دجنت ته (وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ) برخه دانسان په خپل مال کښی دخوراک څکاک پوشاک نه علاوه داده چه د اللّه تعالٰی په لارکښی خرچ کړی اودارنگ خپل صحت او قوت اوځوانی د اللّه تعالٰی دپاره صرف کړی (وَأَحْسِنْ) په دی کښی جمیع اعمالو دخیرته اشاره ده چه هغه مالداری چه ددین خدمت پری اوکړی شی داهم د اللّه تعالٰی احسان دی (وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ) دمال په قوت سره دکفراوشرک په دنیا کښی اشاعت کول دالوی فساد دی -