أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۲ العنكبوت
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۷﴾ وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا وَإِنْ جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِي الصَّالِحِينَ ﴿۹﴾ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِنْ جَاءَ نَصْرٌ مِنْ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰﴾
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه کړی دی برابر دسنت سره خامخا اوبه ریژوؤ مونږ ددوی نه گناهونه ددوی اوخامخا بدله به ورکړو مونږدوی ته ډیره ښائسته بدله دهغه عملونو چه دوی کول ﴿۷﴾
او کلک حکم کړی دی مونږ انسان ته دموراو پلارسره د ښه کولو اوکه چیری دوی زور چلوی په تاباندی دپاره ددی چه شریک جوړکړی ته ماسره هغه څوک چه نیشته تالره دهغوی په شرکت باندی هیڅ دلیل پس خبره مه منه ددی دواړو ماته پیشی ستاسوده نو خبربه درکوؤم تاسوته په عملونوچه تاسو ئی کوئ ﴿۸﴾
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعلمونه کړی دی برابر دسنت سره خامخا داخل به کړو مونږدوی لره په ډله دنیکانوکاملانوکښی ﴿۹﴾
اوبعضی دخلقو نه هغه څوک دی چه وائی ایمان راوړی مونږ په اللّه تعالٰی باندی نوهرکله چه بد ورته اوئیلی شی په لار د اللّه تعالٰی کښی اوگرځوی فتنه دخلقو په شان دعذاب د اللّه تعالٰی اوکه چیری راشی مدد دطرف درب ستانه خامخا وائی دوی یقیناً مونږ ستا ملگری یو او آیا نه دی اللّه تعالٰی ښه خبرلرونکی په هغه خبرو چه په سینو دخلقو کښی دی ﴿۱۰﴾
[۷] دا بشارت اخروی دی اوبیان د لِنَفْسِهِ دی اوپه دی آیت کښی د عمل صالح نه دغه افتتان (امتحان) مراد دی او (لَنُكَفِّرَنَّ) اشاره ده چه دجهنم نه به بچ وی ځکه چه تکفیر دسیئاتو سبب دی دپاره دحفاظت دسزا نه او (وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ) کښی اشاره ده چه جنت به حاصل کړی (أَحْسَنَ الَّذِي) په معنیٰ هغه عمل دی چه بِنا وی په اخلاص او اتباع دسنت باندی اودا په مقابل دحسن کښی نه دی یا احسن نه مراد درجه دعزیمت ده اوحسن نه مراد درجه رخصت ده اوجزاء مراد پوره جزاء ده -
[۸] دا دوهم قسم افتتان دی یعنی کله به موراوپلار دعوت ورکوی اولاد مؤحدینوته دشرک کولو او ډیره سختی به ورسره کوی دکورنه به ئی شړی، دعاق حکم به پری کوی دپاره ددی چه توحید نه منع شی لیکن په دی کښی دهغوی طاعت کول جائزنه دی داهم لوی امتحان دی اوداسی په سورة لقمان (۱۵) کښی هم دی اوهلته به فرق ذکرشی -
[۹] دابشارت متعلق دی ددوهم افتنان سره چه په دغه امتحان کښی کامیاب شی نو دصالحینو جماعت کښی به داخل شی په دنیا او برزخ او آخرت کښی او (الصَّالِحِينَ) ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه ناپوهه خلق داسی شخص ته (چه دموراوپلار اطاعت په شرک کښی نه کوی) نافرمان او مفسد وائی نو اللّه تعالٰی ورته صالح اوئیل -
[۱۰] دا دریم افتتان دی یعنی د ایمان او دعوت حق دوجی نه مخلوق مخالف شی نوبعضی انسان منافقت شروع کړی لیکن مؤمن لره دداسی منافقت نه بچ کیدل په کاردی (فِتْنَةَ النَّاسِ) یعنی دخلقو دمخالفت دویری نه حق خبره پریږدی یعنی څرنگه چه د عذاب د اللّه تعالٰی نه ویره په کارده اوحق بیانول ضروری دی نوداسی دوی دخلقو د مخالفت کولو او ایذاء نه ویره کوی او دحق کتمان اوکړی - (نَصْرٌ) غلبه، مالونه، عزت حاصل شی په سبب دملگرتیا دمؤمنانوسره اوداسی په سورة حج (۱۱) کښی هم دی (أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ) دا زجردی په حال ددغه منافقانوباندی یعنی څوک آمنا وائی دپاره درضا د اللّه تعالٰی اوڅوک دپاره دحصول ددنیوی فائدو دواړه نیتونوباندی اللّه تعالٰی پوهه دی -