أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۳ العنكبوت

وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ ﴿۱۱﴾ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُمْ بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُمْ مِنْ شَيْءٍ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۲﴾ وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَعَ أَثْقَالِهِمْ وَلَيُسْأَلُنَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَمَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۱۳﴾

او خامخا به ښکاره کوی اللّه تعالٰی هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او خامخا به ښکاره کوی منافقانو لره ﴿۱۱﴾
اووائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی هغه کسانوته چه ایمان ئی راوړی دی تابعداری اوکړئ دلاری زمونږ اوپورته به کړو گناهونه ستاسو اونه دی دوی پورته کوؤنکی د گناهونو دهغوی نه هیڅ شی یقیناً دوی خامخا دروغژن دی ﴿۱۲﴾
او خامخا به پورته کوی دوی پیټی خپل او پیټی دگمراه کولو سره دپیټو خپلونه اوخامخا به تپوس کیدی شی ددوی نه په ورځ دقیامت دهغه چه دوی څه دروغ وئیل ﴿۱۳﴾

[۱۱] دا نتیجه ددغه مخکښی ابتلاء‌ ده یعنی چه څوک په وخت دا اذیت او مخالفت دخلکو کښی په حق باندی ټینگ شو نوهغه صحیح مؤمن دی په(۳) کښی دعامو ابتلاگانو نتیجه وه چه په هغی سره صدق او کذب معلومیږی اوپه دی آیت کښی د آمنّا سره متعلق ابتلاء‌ وه نوهغه سبب د معرفت د اخلاص او دمنافقت دی -
[۱۲] دا څلورم امتحان دی یعنی کافران مشرکان به شرک ته دعوت ورکوی او دحق پټولو ترغیب به ورکوی اووائی به چه ددی ازار گناه زمونږ په غاړه دی، زمخشری او خطیب شربینی وئیلی دی چه داسی حالات نن په مسلمانانوکښی هم شروع شوی دی دحق پټولو او دگناه کولو دعوت ورکوی اوورته وائی چه ازار گناه ئی ځما په غاړه ده (وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ) دا په معنیٰ دشرط کښی دی یعنی که تاسو زمونږپه لارشوی نومونږ په ستاسو دگناهونونه ذمه وار شو نو دهغی رد ئی په دوؤ طریقو سره اوکړو اول (وَمَا هُمْ بِحَامِلِينَ) لکه چه لاتزرو وازرة وزر اخری په سورة فاطر (۱۸) او سورة نجم (۳۸) کښی - او دوهم إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ -
[۱۳] دا رد دی دهغوی دقول په دریمه طریقه اوتخویف اخروی دی (وَأَثْقَالًا) ددی نه مراد هغه گناهونه دی چه ددعوت د گمراهئ په سبب سره په دوی باندی بار کیږی لکه سورة نحل (۲۵) کښی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>