أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۴ العنكبوت
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ ﴿۱۴﴾ فَأَنْجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ وَجَعَلْنَاهَا آيَةً لِلْعَالَمِينَ ﴿۱۵﴾ وَإِبْرَاهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۶﴾
اویقیناً لیږلی وؤ مونږ نوح علیه السلام قوم دهغه ته نو حصارشو په هغوی کښی زرکلونه مگرپنځوس کاله پس اونیوؤ دوی لره طوفان او دوی ظلم کؤونکی وؤ ﴿۱۴﴾
پس بچ کړو مونږ دی او هغه خلق چه په کشتئ کښی وؤ (کشتئ والا) او اوگرځوله مونږ دا قصه عبرت دپاره دټولو خلقو ﴿۱۵﴾
اولیږلی وؤ مونږ ابراهیم علیه السلام کله چه اوئیل هغه قوم خپل ته بندگی خاص کوئ د اللّه تعالٰی او ویریږئ دهغه نه دا به غوره وی تاسولره که چیری تاسو پوهیږئ ﴿۱۶﴾
[۱۴] ددی آیت نه تر (۴۱) پوری دوهم باب دی په دی کښی څلور انواع د ابتلاء اتو دانبیاء علیهم السلام ذکرکوی دپاره دتشجیع - اوله ابتلاء په اوږد عمرسره په دعوت او تبلیغ کښی سره دلږو ملگرونه لکه واقعه د نوح علیه السلام - دوهمه ابتلاء دعوت دتوحید دتفصیلاً او مخالفت دقوم او اورته غورځول لکه واقعه د ابراهیم علیه السلام - دریمه ابتلاء د استهزاء دقوم او مطالبه دعذاب دهغوی لکه واقعه دلوط علیه السلام څلورمه ابتلاء تکذیب دقوم او مسخری کول لکه واقعه دشعیب علیه السلام بیا ذکر دڅلورو قومونو اوعذاب په هغوی باندی په څلورو طریقو سره او دا تعلق لری ددوهمی دعوی دسورة سره - په دی (۱۴) کښی واقعه د نوح علیه السلام په اختصارسره ذکرکوی اومقصود په کښی بیان دابتلاء دی په اوږد عمرتیرؤلو سره د مصیبتونونه په دعوت او تبلیغ کښی - ددی وجی نه په دی آیت کښی ئی دنوح علیه السلام عمرد هغه په قوم کښی ذکرکړی دی یعنی چه په خپل قوم کښی څومره عمرتیرکړی وؤ سره مصیبتونو نه او دا بل سورة کښی نیشته نود اولی دعوی سره تعلق لری - اوعذاب دقون دهغه ئی ذکرکړی دی دا دوهم دعوی سره تعلق لری -
فائده: تسعمائة سنة و خمسین ئی نه دی وئیلی دیوڅو وجوهونه یو وجه داده چه داعبارت مختصردی د دغه عبارت نه - دوهمه وجه داده عظمت شان ددی ابتلاء دی چه اول ئی غټ عدد ذکرکړو نوبیائی تری استثناء اوکړله - دریمه وجه داده چه په دی عبارت کښی پوره مقصد ادا کول دی ځکه چه لفظ د سنة په تکلیف باندی دلالت کوی او لفظ دعاماً په فراخئ باندی دلالت کوی یعنی ډیرکلونه په تکلیف کښی تیرشول اوپنځوس کلونه په فراخئ کښی تیرشول -
[۱۵] په دی آیت کښی تسلی ده نبی ﷺ ته او دهغه تابعدارانو ته په نجات اوپه سلامتیاسره (أَصْحَابَ السَّفِينَةِ) تفسیرسراج المنیر مرفوع روایت بلا سند راوړی دی چه دوی سره دنوح علیه السلام نه اووه کسان وؤ (آيَةً لِلْعَالَمِينَ) یعنی دا واقعه عبرت دی ټولو خلقو لره یادغه کشتئ نخه دعبرت ده په اعتبار دمثل دهغه کشتئ سره لکه سورة یٰس (۴۲) کښی دی -
[۱۶] دا واقعه دابراهیم علیه السلام ده دبیان ددوهم قسم ابتلاء دپاره چه هغه اورته غورځول اودملک نه هجرت کول دی دوجی ددعوت دتوحید نه په دی آیت کښی بیان د توحید دی اومنع ده دشرک نه سره دبیان د فائدی دهغی نه اجمالاً په لفظ خیرسره چه هغه خیردنیوی اخروی دواړو ته شامل دی (إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ) کښی اشاره ده چه دخیراو شر دتمیزدپاره علم شرط دی -