أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۵ العنكبوت
إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِنْدَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۱۷﴾ وَإِنْ تُكَذِّبُوا فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۱۸﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا كَيْفَ يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۱۹﴾
یقیناً بندگی کوئ تاسو سیوا د اللّه تعالٰی نه د شکلونو جوړو شوواو جوړوی تاسو دروغ قصی یقیناً هغه کسان چه بندگی کوئ تاسو (دهغوی) سیوا د اللّه تعالٰی نه وس نه لری تاسو لره دروزئ نو اولټوئ د اللّه تعالٰی سره روزی اوبندگی خاص کړئ دهغه اوشکرکوئ دهغه اوخاص هغه ته به اوگرځولئ شئ ﴿۱۷﴾
اوکه چیری تاسو دروغژن کوئ مالره نو یقیناً دروغژن کړی وؤ ډیر امتونو مخکښی ستاسونه (رسولانولره) اونیشته په رسول باندی مگر رَسَول ښکاره دی ﴿۱۸﴾
آیا او دوی نه گوری چه څرنگه اول پیدائش کوی اللّه تعالٰی د مخلوق بیا دوباره پیدا کوی هغه یقیناً دا کار په اللّه تعالٰی باندی آسان دی ﴿۱۹﴾
[۱۷] په دی آیت کښی رد دی په شرک باندی په دری طریقوسره اودری اوامردی دپاره دتوحید (أَوْثَانًا) یعنی دا جوړ کړشوی آلِهَ دی نودوی حق دار دبندگئ نشی کیدلی ځکه چه وثن هرهغه څیزدی چه جوړ کړی شی اوبندگی دهغی کیدی شی که بت وی اوکه قبروی صلیب وغیره باندی هم اطلاق کیدی شی (إِفْكًا) یعنی ددوی د معبودیت دپاره تاسو دروغ قصی جوړی کړی دی (رِزْقًا) یعنی لوی حاجت د انسانی حاجتونونه رزق دی او هیڅ معبود مِنْ دُونِ اللَّهِ دهیڅ قسم رزق اختیار نه لری او آخری دریو اوامرو مطلب دادی چه سبب درزق او دترقئ دهغی د اللّه تعالٰی بندگی ده په توحید سره اودهغه شکر ادا کول دی او ورسره عقیده دآخرت ده -
فائده: اول رِزْقًا نکره او دوهم الرِّزْقَ معرفه ذکر کړی ده ځکه چه نکره په سیاق د نفی کښی عموم فائده کوی یعنی ستاسو آلِهه مِنْ دُونِ اللَّهِ دهیڅ قسم رزق طاقت نه لری اومعرف دپاره دکمال ده یعنی د اللّه تعالٰی سره پوره رزق دی -
[۱۸] ددی آیت نه تر (۲۳) پوری په دی کښی دوه احتمالونه دی اول داچه دا داخل دی په واقعه د ابراهیم علیه السلام کښی څه په طریقه دخطاب او څه په طریقه دغائب سره التفاتاً اوڅه په طریقه دحکایت کولو سره دقول د اللّه تعالٰی نه او دا قول ابن کثیر غوره کړی دی دوهم احتمال دادی چه دا آیاتونه په مینځ دواقعه د ابراهیم علیه السلام کښی په طریقه دجملی معترضی سره حال ددی امت دمنکرینودی اودا قول ابن جریر غوره کړی دی (وَإِنْ تُكَذِّبُوا) بنا په اول احتمال سره دا قول دابراهیم علیه السلام دی یعنی هغه اوئیل ، وَإِنْ تُكَذِّبُونیِ، اوددی جزاء پټه ده چه فَلَا اَترُکُ اَلتَبلِیغَ - لیکن په دی توجیه باندی دا اعتراض دی چه د ابراهیم علیه السلام نه مخکښی ډیرامتونه مکذبه نه دی تیرشوی اودلته ئی جمع وئیلی ده أُمَمٌ؟ جواب دادی چه قوم د نوح او عاد، ثمود وغیره قومونه تیرشوی دی - اوبنا په دوهم احتمال سره دا خطاب د اللّه تعالٰی دی موجوده مکذبینوته په طریقه دزجر سره -
[۱۹] په دی آیت کښی اثبات دبعث بعدالموت دی روستوداثبات دتوحید او درسالت نه (أَوَلَمْ يَرَوْا) مراد ددی نه علم دی او کیفیت دپیدائش دانسان هرذی عقل ته معلوم دی اگرچه په سترگونه ښکاریږی - (ذَلِكَ) اشاره ده مجموعه د اول او دوهم پیدائش ته -