أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۷ العنكبوت
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنْجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۲۴﴾ وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿۲۵﴾ فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۶﴾
نو نه وؤ جواب دقوم دهغه مگر داچه دوی وئیل اوژنئ ده لره یا اوسیزئ ده لره پس بچ کړو اللّه تعالٰی ده لره د اورنه یقیناً په دی کښی ډیرعبرتونه دی دپاره دهغه قوم چه ایمان راوړی ﴿۲۴﴾
او اوئیل ابراهیم علیه السلام یقیناً جوړ کړی دی تاسو سیوا د اللّه تعالٰی نه معبودان (په طاعت کښی) دپاره ددوستانی په مینځ ستاسو کښی په ژوند دنیوی کښی بیا په ورځ دقیامت به انکاراوکړی بعضی ستاسو دبعضو نه اولعنت به اوکړی بعضی ستاسو په بعضو باندی اوستاسو ځای اوردی اونیشته تاسولره هیڅ څوک مددگاران ﴿۲۵﴾
نو ایمان ښکاره کړو هغه ته لوط علیه السلام او اوئیل هغه یقیناً زه هجرت کوؤنکی یم طرف دخپل رب ته یقیناً هغه زورآور حکمتونو والا دی ﴿۲۶﴾
[۲۴] په دی کښی اشاره ده عناد اوتکبر ددغه قوم ته چه هغوی سره هیڅ جواب نه وؤ - په کاردا وه چه چپ شوی وی لیکن دوی دتکبرد وجی نه غیرجواب لره جواب اوگنړلو ددی وجی نه اوئیلی شو جواب قومِهِ (اقْتُلُوهُ) په دی کښی اشاره ده قول دپلار دابراهیم علیه السلام ته چه ( (لَأَرْجُمَنَّكَ) دی او حَرِّقُوهُ قول وؤ دقوم دهغه لکه سورة انبیاء (۶۸) کښی دی (لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ) ډیردلیلونه اوعبرتونه دی بعضی دهغی نه دادی (۱) کامل قدرت او تصرف د اللّه تعالٰی (۲) داورنه اثر دسوزولو ختم کول (۳) خشاک سیزل او ابراهیم علیه السلام نه سیزل (۴) مؤحدینو لره تسلی دنجات وغیره -
[۲۵] دا لوی شجاعت د ابراهیم علیه السلام دی چه روستو دبچ کیدلو داورنه ئی صاف توحید بیان کړو ددی دپاره چه څوک اونه وائی چه ابراهیم اویریدو - اودعوت دتوحید ئی پریخودلو - په (۱۷) کښی رد وؤ په شرک بالعبادالصالحین باندی اوپه دی آیت کښی رد دی په شرک بالعباد المفسدین باندی یعنی رد په شرک فی التحلیل و التحریم باندی (مَوَدَّةَ بَيْنِكُمْ) یعنی دوجی دتعلق دپیرئ مریدئ او استاذئ شاگردئ او مقلَد او مقلِد اوتابع و متبوع وغیره (وَيَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا) داسی په سورة اعراف (۳۸) کښی ذکرشوی دی اودارنگ په آیاتونو د برائت په مینځ دعابدانو مبعودانو کښی بیان شوی دی لکه سورة بقرة، سورة ابراهیم، سورة احزاب، سورة سبا، سورة صافات، سورة ص، سورة حم مؤمن وغیره کښی -
[۲۶] روستو ابتلاء بالنار نه دوهم ابتلاء د ابراهیم علیه السلام هجرت کول دی چه هجرت ئی اوکړود سوادالکوفه نه حرَّان ته اوبیا ارض مقدسی ته اوورسره لوط علیه السلام او ساره رضی اللّه عنها وه (فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ) د ابراهیم علیه السلام وراره وؤ ایمان ئی ښکاره کړو ځکه چه نبی دمخکښی نه مؤمن وی اوقَال ضمیر ابراهیم یا لوط علیهما السلام راجع دی ( إِلَى رَبِّي) لام ئی ځکه نه دی وئیلی دی چه په هغی کښی دلالت دی په صرف اخلاص باندی اوپه إِلَى کښی سره داخلاص نه دلالت دی چه مکان دهجرت به هم په امراورضا د اللّه تعالٰی سره وی -