أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۸ العنكبوت

وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۲۷﴾ وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿۲۸﴾ أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنْكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۲۹﴾ قَالَ رَبِّ انْصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ ﴿۳۰﴾

او بخشش ورکړو مونږ ده ته اسحاق اویعقوب اوخاص کړه مونږ په اولاد دده کښی پیغمبری اوکتابونه اوورکړیوه مونږ ده ته بدله دده په دنیا کښی اویقیناً‌ دی به په آخرت کښی خامخا دپوره نیکانو نه وی ﴿۲۷﴾
اویاد کړئ لوط علیه السلام کله چه اوئیل هغه قوم خپل ته یقیناً خامخا تاسو راتلل کوئ بدکارئ‌ ته چه وړاندی والی نه دی کړی ستاسونه په هغی باندی هیچ چا دخلقونه ﴿۲۸﴾
آیا تاسو راتلل کوئ‌ نارینو ته اوبندوئ لاری او راتلل کوئ په مجلسونو خپلو کښی بد کارونو ته نو نه وؤ جواب دقوم دده مگردا چه اوئیل دوی راوړه مونږته عذاب د اللّه تعالٰی که چیری ته ئی د رشتینو نه ﴿۲۹﴾
اوئیل هغه ای ربه ځما مدد اوکړه ماسره په قوم فساد کوؤنکو باندی ﴿۳۰﴾

[۲۷] داپه صبر دابتلاء اتوباندی څلورنیتجی ذکرکوی اول بشارت په ځوی او نوسی سره او دنوسی په بشارت کښی اشاره ده اوگدوالی دعمرته تردی پوری چه نوسی به اوینی او ذکر داسماعیل علیه السلام ئی ځکه اونه کړو چه په دی هجرت کښی دده سره ساره رضی اللّه عنها مورد اسحاق علیه السلام ملگری وه نودا بشارت هغی ته هم دی - دوهمه نتیجه د ابراهیم علیه السلام په اولاد کښی انبیاء او آسمانی کتابونه خاص کول چه دهغه روستو هیڅ نبی دهغه داولاد نه بغیر نه دی راغلی اوڅوک چه دعوت دنبوت کوی په دروغه سره لکه مرزا غلام محمد قادیانی نوهغه خپل نسب دابراهیم علیه السلام نه نشی ثابتولی - دریمه نتیجه ددنیا بعضی نعمتونه لکه فراخی درزق کثرت داولاد، نیک ذکرپه خلقو کښی، محبت دعامو خلقو دطرف نه په ځآن منسوب کولوسره هغه ته وغیره چه یهود او نصاریٰ اومشرکین عرب ټولو وئیل چه مونږپه دین ابراهیمی باندی یو - څلورمه په آخرت کښی دجماعت د کامیابو او کامل صالحینونه کیدل -
[۲۸] دا دریمه قصه ده دپاره دبیان ددریم قسم ابتلاء، اوهغه مصیتونه دی په لوط علیه السلام باندی او مخالفت دقوم دهغه په طریقه داستهزاء او طلب د عذاب دهغه نه (مَا سَبَقَكُمْ) دا مزید قباحت ته اشاره ده داسی په سورة اعراف (۸۰) کښی تیرشوی دی -
[۲۹] په دی کښی ذکر دنورو قباحتونو دهغوی دی او اول تفسیر دفاحشه دی (وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ) مراد ترینه لاری شوکول او مسافرو سره فاحشه کول په زور چه هغه سبب دشاړولو دلارو دی یامراد ترینه نسل قطع کول دی په سبب دپریخودلو داستعمال دښځوسره (وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنْكَرَ) دا عام لفظ دی فاحشه کول دخلقو په وړاندی اوپه کانړوباندی ویشتل دخلقو اوپه خلقو پسی کنځل کول او شپیلئ وهل وغیره (فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا) په سورة اعراف او نمل کښی دهغوی جواب په اخراج (ویستل دلوط علیه السلام دکلی نه) سره ذکردی اوپه دی سورة کښی په طلب دعذاب سره - ددی یو وجه داده چه دا مطالبه په اول ځل کښی وه اوهرکله چه لوط علیه السلام بیا بیا وعظ دوی ته کوؤ نوبیا دوی جواب اوکړو دهغوی په اخراج سره دوهم وجه دا دواړه خصرونه اضافی دی یعنی په دی سورة کښی مراد دادی چه نه وؤ جواب دقوم په باره دخپل ځان کښی مگرپه طلب دعذاب سره اوپه سورة اعراف کښی مراد دادی چه نه وؤ جواب دقوم دهغه په باره دلوط علیه السلام کښی مگرپه اخراج سره -
[۳۰] روستو دناامید کیدلو دایمان دقوم نه دعا نصرت او دعا دعذاب ده په قوم باندی دا دعا دلالت کوی چه هغوی لوط علیه السلام ته ډیر اذیتونه رسولی وؤ ددی وجی نه هغوی ته ئی مفسدین اوئیل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>