أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۹ العنكبوت

وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ ﴿۳۱﴾ قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَنْ فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۳۲﴾ وَلَمَّا أَنْ جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۳۳﴾

اوهرکله چه راغلل ملائک زمونږ ابراهیم علیه السلام ته په زیری سره اوئیل دوی یقیناً‌ هلاکوؤنکی یو اوسیدونکو ددی کلی لره یقیناً اوسیدونکی ددی دی ظلم کوؤنکی ﴿۳۱﴾
اوئیل ابراهیم علیه السلام یقیناً په هغی کښی لوط شته اوئیل مونږ ښه خبریو په هغه چاباندی چه په هغی کښی دی خامخا بچ به کړو مونږ هغه لره اودهغه کورنئ مگرښځه د هغه وی به د پاتی کیدونکونه ﴿۳۲﴾
اوهرکله چه راغلل ملائک زمونږ لوط علیه السلام ته خفه کړی شو په هغوی اوتنگ ئی شو په دوی باندی زړه اواوئیل دوی مه ویریږه اومه خفه کیږه یقیناً مونږ بچ کوؤ تالره اوکورنئ ستا مگرښځه ستا وی به دپاتی کیدونکونه ﴿۳۳﴾

[۳۱] دعا دهغه قبوله شوه او اللّه تعالٰی ملائک را اولیږل اول بشارت ورکوؤنکی ابراهیم علیه السلام ته اوبیا خبرورکوؤنکی په باره دقوم دلوط علیه السلام کښی اوحکمت دادی چه قوم مکذب هلاک کړی شی پرواه نیشته ځکه چه اللّه تعالٰی دهغوی په عوض کښی یوصالح سړی پیداکوی (بِالْبُشْرَى) ظاهرداده چه مراد ددی نه بشارت دی په ولد (اسحاق علیه السلام) سره (إِنَّا مُهْلِكُواَ) دا دوهم بشارت دی لیکن ابراهیم علیه السلام په دی دوهم بشارت اول رضا نه وؤ -
[۳۲] مقصد دابراهیم علیه السلام تاخیر دعذاب وؤ ددی قوم نه په دی امید سره چه دوی به ایمان راؤړی اوعلت دهغی ئی ذکرکړو چه لوط علیه السلام په هغی کښی موجود دی اوپه وخت دوجود دنبی په خپل قوم کښی عذاب نه راځی نوملائکو جواب ورکړو چه لوط علیه السلام به اول بچ کړی شی بیا په هغوی باندی عذاب راځی (لَنُنَجِّيَنَّهُ) هرکله چه ملائک رُسُل وی اوقول درسول قول دمرسل وی نومعلومه شوه چه نَحْنُ أَعْلَمُ قول د اللّه تعالٰی دی -
[۳۳] په دی آیت کښی ئی أَنْ راوړو او مخکښی ئی أَنْ نه وؤ ذکرکړی وجه داده أَنْ دلالت کوی په اتصال باندی نومخکښی قول دملائکو متصل نه وؤ په راتللو دملائکوپوری اوپه دی آیت کښی خفه کیدل د لوط علیه السلام متصل وو په راتللو دملائکو پوری نوره تشریح په سورة هود کښی تیره شوی ده (لَا تَخَفْ) مه ویریږه په مونږباندی (وَلَا تَحْزَنْ) اومه غمژن کیږه ددوی په عذاب او هلاک باندی (كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ) په (۳۲) او (۳۳) کښی فرق دادی چه هلته مراد دادی چه دهغوی سره په عقیده کښی شریکه ده او ددوهم مطلب دادی چه دهغوی سره په عذاب کښی شریکه ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>