أَمَّنْ خَلَقَ ۹۷۰ العنكبوت
إِنَّا مُنْزِلُونَ عَلَى أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۳۴﴾ وَلَقَدْ تَرَكْنَا مِنْهَا آيَةً بَيِّنَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۳۵﴾ وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۳۶﴾ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۳۷﴾ وَعَادًا وَثَمُودَ وَقَدْ تَبَيَّنَ لَكُمْ مِنْ مَسَاكِنِهِمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ ﴿۳۸﴾
یقیناً مونږ راکوځوؤنکی یو په دی کلی والو باندی سخت عذاب دآسمان دطرف نه په دی وجه چه دوی نافرمانی کوله ﴿۳۴﴾
اویقیناً پریخودله مونږ دهغی کلی ته نخښه ښکاره دپاره دعبرت دداسی قوم چه عقل لری ﴿۳۵﴾
او لیږلی وؤ مدین ته ورور دهغوی شعیب علیه السلام پس اوئیل هغه ای ځما قومه بندگی خاص کړئ اللّه تعالٰی لره اوعقیده لرئ په ورځ روستنئ اومه گرځئ په ملک کښی فساد کوؤنکی ﴿۳۶﴾
نودوی هغه ته دروغژن اوئیل نو اونیوؤ دوی لره زلزلی نوشول (په وخت دصباکښی) په کورونو خپلو کښی مړی جوخت شوی په ځمکه پوری ﴿۳۷﴾
اوهلاک کړی دی مونږ عادیان او ثمودیان اوښه ښکاره دی تاسوته (حالات دهغوی) دمکانونو دهغوی نه او ښائسته کړی وؤ دوی ته شیطان عملونه ددوی نوبند کړی وؤ دوی لره دلاری دتوحید نه اودوی وؤ هوښیاران ﴿۳۸﴾
[۳۴] روستو دبشارت دنجات نه انذاردی په عذاب دقوم سره (رِجْزًا) کښی اشاره ده باران دکانړو ته سره دصیحی نه چه دآسمان دطرف نه به نازلیږی یا من السماء په معنیٰ د مقدّر من السماء دی -
[۳۵] (آيَةً بَيِّنَةً) مراد ددی ددوی کنډرات یا کانړی نازل کړی شوی چه باقی وو ترډیروخت پوری یاتوری اوبه یعنی دبحراسود هغه حصه چه حیوان په کښی ژوندی نشی پاتی کیدی -
فائده: په واقعه دنوح او ابراهیم علیهم السلام کښی دلیل دقدرت په انجاء کښی ذکرکړی وو او واقعه دلوط علیه السلام کښی دلیل دقدرت په هلاکت ذکرکړی دی اشاره ده چه په دواړه حالتونوکښی دلیلونه دقدرت د اللّه تعالٰی دی دارنگ په واقعه دنوح علیه السلام کښی (الْعٰلَمِیْنَ) ئی اوئیل ځکه چه امثال دکشتئ په ټول عالم کښی شته خلق ترینه عبرت اخستلی شی اوپه واقعه د ابراهیم علیه السلام کښی ئی دمؤمنانو تخصیص اوکړو ځکه چه په هغی کښی آیات د تشجیع او تسلی دی اوهغه خاص دی په مؤمنانوپوری اوپه واقعه دلوط علیه السلام کښی ئی لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ اوئیل ځکه چه دهغوی کنډرات په خاص ځای کښی دی اوڅوک چه په هغی باندی ورتیریږی اوعقل لری نوهغه نه عبرت اخستلی شی -
[۳۶] دا څلورمه قصه ده دپاره دبیان د څلورم ابتلاء چه هغه تکالیف دی په شعیب علیه السلام باندی چه په سورة هود او شعراء کښی تفصیلاً ذکردی اوتکذیب دقوم دهغه (په طریقه دډیری بی ادبئ سره لکه چه سورة هود کښی ذکرشوی ده) اودده په واقعه کښی دعوت دی توحید ته اوعقیدی دیوم آخرته اومنعه ده دهرقسم فساد نه یعنی شرک او خیانت په پیمانه اووزن اوپه مالونو دخلقو کښی -
[۳۷] (الرَّجْفَةُ) زلزله د ځمکی یا د زړونو پیدا شوی وه په سبب دصیحه سره ځکه سورة هود کښی صیحه ذکرده اوسورة اعراف او دلته ئی رجفه ذکرکړی ده - بیاهرکله چه رجفه کښی خپل هیبت ډیروؤ ددی وجی نه دار جمع ذکر کولوته ضرورت نیشته اودصیحه هیبت درجفی نه کم دی نوددی وجی ئی دزیادت دهیبت دپاره ئی دیار دصیحه سره جمع ذکرکړی ده -
[۳۸] دا ذکرد عذاب ددوؤ قومونو دی اودا متعلق دی دسورة ددوهمی دعویٰ سره (وَقَدْ تَبَيَّنَ) فاعل ئی پټ دی عذابهم واحوالهم یامن په معنیٰ دبعض دی نو فاعل دی ځکه چه دهغوی بعضی کنډرات باقی وؤ (فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ) یعنی شرک اوبدعات وغیره ښائسته ښکاره کیدل سبب دی دمنع کیدلو دتوحید او سنت نه (مُسْتَبْصِرِينَ) دا جواب دوهم دی چه شیطان ځکه دهوکه کړی وؤ چه دوی سادگان وؤ، جواب اوشو چه دوی ډیرهوښیاروؤ -
فائده: دعام کافرانو او مشرکانوپه باره کښی وئیلی شوی دی لایعقلون اودلته ئی ورته مستبصرین اوئیل داخوتعارض دی؟ جواب دادی چه بی عقلی په باره دامورو دآخرت کښی ده اوهوښیارتیا په باره د امورو ددنیا کښی ده -