أَمَّنْ خَلَقَ ۹۷۱ العنكبوت

وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مُوسَى بِالْبَيِّنَاتِ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ ﴿۳۹﴾ فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنْبِهِ فَمِنْهُمْ مَنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُمْ مَنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُمْ مَنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُمْ مَنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۴۰﴾

(اوهلاک کړی دی مونږ) قارون او فرعون او هامان لره اویقیناً راغلی وؤ دوی ته موسیٰ علیه السلام په ښکاره معجزاتوسره نولوئی اوکړه هغوی په ملک کښی اونه وؤ دوی بچ کیدونکی دعذاب نه ﴿۳۹﴾
پس هریو لره اونیوؤ مونږ په گناه دهغه سره پس بعضی ددوی نه هغه دی چه را اولیږله مونږپه هغوی باندی سیلئ کانړی ویشتونکی اوبعضی ددوی نه هغه دی چه اونیوؤ هغوی لره تیزی چغی اوبعضی ددوی نه هغه دی چه خخ کړو مونږ په ځمکه کښی اوبعضی ددوی نه هغه دی چه غرق کړی دی مونږ اونه وؤ اللّه تعالٰی چه دوی باندی ظلم کړی وی لیکن دوی په ځانونو خپلوباندی ظلم کوؤ ﴿۴۰﴾

[۳۹] په دی کښی ذکردی دنورو اقوامو مکذبو دپاره دتخویف دنیوی اوداهم متعلق دی ددوهمی دعوی دسورة سره په قرینه د مَا كَانُوا سَابِقِينَ اوددوی د اقتدار او د مالدارئ دوجی نه ددوی علت دعذاب استکبار ذکرکړو -
[۴۰] په دی آیت کښی ذکردی ددوی د څلورو قسمونو دعذاب دنیوی سره (حَاصِبًا) عذاب دسیلئ چه کانړی ولی اودا عذاب د عادیانو اودقوم لوط وؤ (الصَّيْحَةُ) دا عذاب دثمودیانو او او اصحاب مدین وؤ (خَسَفْنَا) داعذاب دقارون وؤ (أَغْرَقْنَا) دا عذاب دقوم نوح او قوم فرعون اوهامان وؤ اوسبب دعذاب دټولو دادی (وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ) ځکه چه ظلم عام دی کفر، شرک، عمل دقوم لوط، عمل دقوم شعیب او استکبار دفرعونیانو ته شامل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>