أَمَّنْ خَلَقَ ۹۷۲ العنكبوت

مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۴۲﴾

حال دهغه کسانو چه نیولی ئی دی سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران (معبودان) په شان دحال دجولاگی دی چه جوړ کړی وی کور اویقیناً ډیر کمزوری دکورونو نه خامخا کور دجولاگی دی که چیری دوی پوهیدلی ﴿۴۱﴾
یقیناً اللّه تعالٰی پیژنی (حال) دهغه چاچه دوی ئی بلنه کوی سیوا د اللّه تعالٰی نه که هرڅه وی اوخاص هغه دی زورآور حکمتونووالا ﴿۴۲﴾

[۴۱] ددی آیت نه دریم باب دی تر (۵۶) پوری په دی کښی مثال دی دپاره د رد شرک اوذکر دڅلورو صفاتو د اللّه تعالٰی دی دپاره داثبات دتوحید بیا طریقه ددعوت ده په ذکر دڅلورو آدابو، بیا اثبات دصدق درسول دی په څلورو طریقوسره بیا زجردی په عذاب طلب کولو ددنیا او دآخرت اوذکر د څلورو احوالو دمنکرینو دی - ددی آیت (۴۱) مناسبت دمخکښی سره دادی هرکله چه عذابونه دمشرکانو مخکښونوئی ذکرکړل لیکن دهغوی آلِهو هغوی سره هیڅ امداد نه دی کړی نوپه دی ایت کښی دهغوی عجز او کمزورئ مثال ذکرکوی (اتَّخَذَتْ بَيْتًا) اشاره ده چه بیت نه دی لیکن دی پری دبیت خیال کوی ددی وجی نه نسج العنکبوت ئی نه دی ذکرکړی ځکه چه نسج خوحقیقت کښی شته لیکن بیت یعنی کوټه نیشته - تفصیل دمثال دادی لکه چه عنکبوت جاله جوړوی لیکن په داسی مکان کښی چه صفائی ئی نه کیږی شاړوی اودی په دی جاله باندی خیال کوی چه دا ځما کوټه ده مابه د بادوباران دگرمئ، یخنی او دنمردتپ نه بچ کوی لیکن که اوگرځی اوگرځی نوددی نه به کمزوری ځای پیدا نه کړی ځکه چه دا جاله هیڅ فائده نه ورکوی ماسیوا ددی نه چه مچ په کښی ښکار کیدی شی - نودارنگ مشرکانو په خپلو باطل مبعودانو باندی عقیده لرلی ده وائی چه مونږ دوی ته سجدی کوؤ اوددوی نذرانی پیش کوؤ په دی به دوی مونږ لره دهرمصیبت او تکلیف نه بچ کوی اوزمونږ حاجتونه به پوره کوی (اودا عقیده همیشه په شاړو جاهلانوخلقو کښی راځی چه هغوی دعقیدی دصفائی هیڅ خیال نه ساتی) لیکن که ډیرتفتیش د دینونو اوکړی نوددین د شرک نه به درته کمزوری بل دین ملاؤ نشی ځکه چه دغه معبودان دی عابدانو لره هیڅ حاجت نشی پوره کولی اونه ترینه هیڅ تکلیف او مصیبت لری کولی شی هان دشرک په دی عقیدی سره دمریدانونه ددنیا مال او عزت حاصله وی لیکن ددغه مالونو اوددنیا دعزت مثال خود مچ نه سپک دی معمولی فائده حاصله کړی لیکن غټی فائدی ترینه فوت شی -
[۴۲] دا دلیل دی درد دشرک اود اللّه تعالٰی دری صفتونه ئی ذکرکړی دی اوپه دی آیت کښی جواب د وهم دی وهم دادی چه دا مخکښی مثال ئی ولی عام بیان کړو داولیاؤ اوبزرگانو عبادت کوؤنکی ترینه ولی نه مستثنیٰ کول؟ حاصل دجواب دادی چه اللّه تعالٰی ددی ټولو په حال باندی خبردی چه دا ټول کمزوری او عاجز دی دهیچ چا هیڅ حاجت نشی پوره کولی (الْعَزِيزُ) یعنی ملگری ته ئی حاجت نیشته (الْحَكِيمُ) یعنی مشیرته ئی هم حاجت نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>