أَمَّنْ خَلَقَ ۹۷۳ العنكبوت

وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ ﴿۴۳﴾ خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۴﴾

اودا مثالونه بیانوؤ مونږ دپاره دخلقو اونه پوهیږی په دی باندی مگرعالمان ﴿۴۳﴾
پیدا کړی دی اللّه تعالٰی آسمانونه او ځمکه دحق دښکاره کولو دپاره یقیناً په دی کښی خو خامخا دلیل دی دپاره د مؤمنانو ﴿۴۴﴾

[۴۳] په دی آیت کښی دمثالونو فائدو ته اشاره ده اورد دی په هغه چاباندی چه ددی فائدونه خبرنه دی نوانکارکوی یعنی دوی جاهلان اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه عالم د اللّه تعالٰی په نیز هغه څوک دی چه دقرآن کریم په مثالونو کښی سوچ کوی اوپه هغی باندی پوهه لری (يَعْقِلُهَا) پوهه د مثال داده چه وجه شبه په دواړو طرفونو (مشبه او مشبه به) کښی اوپیژنی اوپه حکمتونو دمثال باندی پوهیږی -
[۴۴] دا هم دلیل دی درد شرک او د اللّه تعالٰی څلورم صفت ئی ذکرکړی دی یعنی څوک چه په مثالونو نه پوهیږی نود آسمانونو او د ځمکی په دلیلونو کښی دفکراوکړی اوایمان دی راؤړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>