اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۷۴ العنكبوت

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ ﴿۴۵﴾ وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَأُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿۴۶﴾ وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمِنْ هَؤُلَاءِ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ ﴿۴۷﴾

لوله هغه چه وحی کړی شوی ده تاته دکتاب نه اوپوره کوه مونځ لره یقیناً دغه مونځ منع کوی د ښکاره بدئ نه او دنارواؤ نه او خامخا ذکر د اللّه تعالٰی ډیرلوی دی او اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه څه چه تاسو کوئ ﴿۴۵﴾
اوبحث مه کوئ دکتابیانو سره مگرپه هغه طریقه چه ښائسته ده مگرهغه کسان چه ظلم کړی دی ددوی نه (په عنادسره) او وائی ایمان راوړی دی مونږ په هغه څه چه نازل کړی شوی دی مونږته اونازل کړی شوی دی تاسوته اوحق دار دبندگئ زمونږ او حق دار دبندگئ ستاسو یودی اومونږهغه لره تابع دار یو ﴿۴۶﴾
اودغسی نازل کړی دی مونږ تاته کتاب پس هغه کسان چه ورکړی دی مونږهغوی ته کتاب ایمان راوړی په دی باندی اوددی کسانونه هغه څوک دی چه ایمان راوړی په دی کتاب باندی او انکار نه کوی دآیاتونو ځمونږ نه مگرکافران ﴿۴۷﴾

[۴۵] په دی آیت کښی او ورپسی آیت کښی څلور اداب او امور ددعوت دپاره ذکرکوی په دی آیت کښی دهغی نه دوه ئی ذکرکړی دی - اول لوستل دکتاب د اللّه تعالٰی چه دهغی نه علمونه حاصل کړی اونورو خلقو ته بیان کول د کتاب اللّه - دوهم عمل کول په پابندئ کولو دمانځه باندی اود مانځه باندی او د مانځه فائدی ئی بیان کړی دی اول داچه دگناهونونه منع کوی دوهم داچه په مانځه کښی د اللّه تعالٰی ذکردی اوذکردټولو عبادتونو لوی عبادت دی (الْفَحْشَاءِ) هغه گناهونه دی چه په عقل سره هم دهغی ناکاره والی معلومیږی (الْمُنْكَرِ) هغی ته وائی چه صرف په دلیل شرعی سره معلوم وی چه داگناه دی -
فائده: مراد دمانځه هغه مونځ دی چه د رسول اللّٰه ﷺ دسنت سره برابروی اوقبول وی - مونځ گذار شخص که دگناهونوکولو نه نه منع کیږی نودده مونځ کښی به ضرور شرعی نقصان وی اوقبول به نه وی (وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ) یو معنیٰ داده چه ذکر د اللّه تعالٰی دټولو عبادتونو نه لوی عبادت دی ځکه چه ذکراللّه نه مراد ذکرپه عقیده دتوحید سره دی اودابنیاد دټولو عبادتونو دی - دوهمه معنیٰ داده چه ذکرد اللّه تعالٰی په مانځه کښی لوی (غوره) دی دذکر دهغه نه چه بهردمانځه نه دی - دریمه معنیٰ داده چه ذکرد اللّه تعالٰی تاسولره ډیرلوی څیزدی دذکر دستاسو نه هغه لره اوهغه حاصلیږی په صحیح مونځ کولو سره - (تَصْنَعُونَ) صنع هغه عمل ته وئیلی شی چه ډیرکرته او عادةً کیدلی شی -
[۴۶] دا دریم ادب ددعوت دی اوخاص دی په کتابیانو او اهل علمو پوری یعنی هرکله چه دوی په تاسوباندی باطل اعتراضونه کوی نودهغی الزامی او مسکِت (چپ کوؤنکی) جوابونه ورکوئ او ښائسته طریقه استعمال کړئ یعنی کنځل او زیږه ژبه مه استعمالوئ بلکه په حجت دکتاب اللّه اودسنت سره جواب ورکوئ (وَلَا تُجَادِلُوا) مراد دجدال نه داعتراضونو جوابونه ورکول دی (الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ) مراد ظلم نه ضد او عناد دی یعنی دهغوی په شان معامله کوئ سخت جواب ورکوئ اوکه جگړی ته ضرورت شی نوهم ورسره جهاد کوئ ( وَقُولُوا) دا څلورم ادب دی یعنی په وخت دمجادله او مناظره کښی فیصله په کتاب منزّل باندی کوئ ځکه چه ایمان په ما انزل اللّه پوری خاص دی اود ټولو کتابونو مقصد توحید دی ددی وجی نه روستوئی الٰهنا او الٰهکم واحد ئی ذکرکړی دی -
[۴۷] ددی آیت نه ذکرکوی څلورطریقی دصدق دقرآن او د رسول اللّٰه ﷺ په دی آیت کښی اوله طریقه ده یعنی مخکښنو علماؤ اهل کتاب اودعوامو موجودونه بعضی خلقو داقرآن منلی دی نومعلومه شوه چه رشتینی کتاب او رسول دی (وَمَا يَجْحَدُ) سره زجردی منکرینوته یعنی په انکاردقرآن سره کافرشو یا داچه مخکښی نه کافر (منکروؤ دتوحیدنه) دی نوددی وجی نه دقرآن نه انکار کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>