اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۷۵ العنكبوت

وَمَا كُنْتَ تَتْلُو مِنْ قَبْلِهِ مِنْ كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ ﴿۴۸﴾ بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ ﴿۴۹﴾ وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِنْ رَبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِنْدَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۵۰﴾

او نه وی چه لوستلی وی تا مخکښی ددی (قرآن) نه څه کتاب او نه لیکلی دی تا کتاب په ښی لاس سره دغه وخت خامخا پوره شک به کړیوی باطل پرستو ﴿۴۸﴾
بلکه دا قرآن دی آیاتونه ښکاره په سینو دهغه کسانو کښی چه علم ورکړی شوی دی اوانکارنه کوی دآیاتونو زمونږنه مگرظالمان ﴿۴۹﴾
اووائی دوی ولی نشی نازلیدلی په ده باندی معجزات دطرف درب دده نه ته اوایه یقیناً دمعجزاتو اختیار د اللّه تعالٰی سره دی اویقیناً زه ویره درکوؤنکی ښکاره یم ﴿۵۰﴾

[۴۸] دا دوهمه طریقه ده یعنی دا رسول لوستونکی دکتابونونه دی اونه خط لیکلی شی نومعلومه شوه چه داکتاب ئی دځان نه نه دی جوړکړی (بِيَمِينِكَ) داپه اعتبار د اکثرعادت دی اوشاره ده چه لیکل په خی لاس سره په کار دی (إِذًا لَارْتَابَ) یعنی که چیری دا نبی لیکونکی وی نوبیا ددی منکرینو دشک دپاره څه سبب وی لیکن اوس خو هیڅ وجه دشک نیشته (الْمُبْطِلُونَ) هغه خلق چه دحق مقابله کوی په باطلو شبهاتوسره باطلوؤنکی دی حق لره په خپلو ارادوسره یا مبطلون په معنیٰ د خاوندان دباطل پرستئ دی -
[۴۹] دا دریمه طریقه ده نودا قرآن محفوظ دی په سینو دصحابه کراموکښی او دنورو علماؤ او حافظانو په سینوکښی نوددی تحریف اوابطال هیڅ څوک نشی کولی اوداد قرآن کریم خصوصیت دی چه ماسیوا دانبیاؤ علیهم السلام نه د امتیانو په حافظه کښی هم راتلی شی اومخکنی کتابونه به صرف دانبیاؤ په حفظ کښی راتلل امتیانو به نه شو حفظ کولی (أُوتُوا الْعِلْمَ) نومعلومه شوه چه د اللّه تعالٰی په نیزقرآن والا عالمان دی -
فائده: په (۴۷) کښی الکافرون ئی وئیلی دی ځکه چه مقابل کښی ایمان ذکرکړی دی اوپه دی آیت کښی الظّالمون ذکرکړی دی ځکه چه دلیلونه دصداقت ذکرشول اوبیا هم که څوک انکارکوی نوهغه عنادی او ظالم وی -
[۵۰] دا زجردی په اعتراض کولوسره په صدق درسول اودقرآن باندی په دی نظریه دهغوی چه آیات او معجزات راوړل دنبی په اختیارکښی دی - اول جواب اوشو چه معجزه صرف د‌ اللّه تعالٰی په اختیاراو قدرت کښی ده دنبی په معجزه کښی هیڅ اختیارنیشته داسی په سورة رعد (۳۸) کښی تیرشوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>