اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۷۶ العنكبوت
أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۱﴾ قُلْ كَفَى بِاللَّهِ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ شَهِيدًا يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ آمَنُوا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوا بِاللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۵۲﴾ وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَوْلَا أَجَلٌ مُسَمًّى لَجَاءَهُمُ الْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُمْ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۵۳﴾ يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ ﴿۵۴﴾ يَوْمَ يَغْشَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۵۵﴾
آیا او نه ده پوره ددوی دپاره داخبره چه نازل کړی دی مونږپه تاباندی کتاب لوستلی شی په دوی باندی یقیناً په دی کښی خامخا رحمت او نصیحت دی دپاره دقوم چه ایمان راوړی ﴿۵۱﴾
ته اوایه پوره دی اللّه تعالٰی په مینځ ځما او په مینځ ستاسو کښی فیصله کوؤنکی عالم دی په هغه څه چه په آسمانونوکښی دی او ځمکه کښی دی اوهغه کسان چه یقین لری په باطل معبود باندی او انکارکوی د اللّه تعالٰی نه دغه کسان خاص دوی تاوان والا دی ﴿۵۲﴾
اوپه تادئ سره غواړی ستانه عذاب (ددنیا) اوکه چیری نه وی نیټه مقرر خامخا راغلی به وی دوی ته عذاب اوخامخا رابه شی دوی ته ناساپه اودوی به نه پوهیږی ﴿۵۳﴾
په تادئ سره غواړی دوی ستانه عذاب اویقیناً جهنم خامخا را گیرؤنکی دی کافرانولره ﴿۵۴﴾
په هغه ورځ چه راگیربه کړی دوی لره عذاب دپاسه ددوی او لاندی خپو ددوی نه او اوبه وائی اوڅکئ (سزا) دهغه عملونو چه تاسوکول ﴿۵۵﴾
[۵۱] دا دوهم جواب دی دسوال، حاصل دجواب دادی چه قرآن کریم پوره معجزه ده او دټولو معجزاتو نه بهتر ده ځکه چه باقی معجزه ده اوتمام اهل دنیا ته ددی اعجاز ثابت شوی دی (لَرَحْمَةً) سبب دنزول درحمت الٰهی دی یا سبب داطمینان دزړونو دی یا رحمت په معنیٰ د نعمت خاصه دی -
فائده: دا ښکاره دلیل دی په معجزه کښی دنبی قدرت او اختیارنه وی ځکه چه قرآن معجزه ده نوکه په دی کښی قدرت دنبی وی نوبیا خوبه دافتراء وه لکه چه مشرکانو اعتراض کوؤ -
[۵۲] دا نتیجه ده دمخکښی بیان چه اللّه تعالٰی درسول او دقرآن صدق ثابت کړو نوداشهادت د اللّه تعالٰی دی اودا شهادت کافی دی دپاره داثبات د صدق - بیا زجردی منکرینوته چه سره ددی شهادت نه څوک په باطل کتابونو اوشبهاتوباندی یقین کوی او دکتاب د اللّه تعالٰی نه انکارکوی نودا په لوی خسران کښی دی -
[۵۳] دا زجردی په زرطلب کولو دعذاب دنیوی سره اودهغی جواب اوشو چه عذاب به په خپلی نیټی سره اوناساپه راځی (بَغْتَةً) هغه دی چه وخت او تاریخ ئی معلوم نه وی اگرچه علامات ئی وی -
[۵۵،۵۴] دا زجردی په زر غوښتلو دعذاب اخروی (یعنی دوی وائی چه دنیټی نه دی مخکښی راشی) اوبیائی دمنکرینو څلور حالات دتخویف ذکرکړی دی هغه دادی چه احاطه د جهنم، غشی دعذاب، د هرطرف نه عذاب، ذوق دعذاب اوددی په شان په سورة اعراف (۴۱) کښی تیرشوی دی -