اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۷۷ العنكبوت

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ ﴿۵۶﴾ كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿۵۷﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ ﴿۵۸﴾ الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۵۹﴾ وَكَأَيِّنْ مِنْ دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶۰﴾ وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۶۱﴾

ای بندگانو ځما هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی یقیناً‌ ځمکه (ملک) ځما فراخه ده نوخاص ماله بندگی کوئ ﴿۵۶﴾
هرساه والا څکونکی دمرگ دی بیابه خاص مونږطرف ته راگرځولی شئ تاسو ﴿۵۷﴾
اوهغه کسان چه ایمان ئی رواړی دی اوعمل کړی دی دسنت برابر خامخا ځای ورکوؤم دوی ته دجنت نه بنگلی بهیږی به لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغه کښی ښه دی ثواب د (داسی) عمل کوؤنکو ﴿۵۸﴾
هغه کسان چه صبرئی کړی دی اوخاص په خپل رب باندی ځا ن سپاری ﴿۵۹﴾
او ډیرزنده سردی طاقت نه لری دروزئ پیدا کولو ځان لره اللّه تعالٰی روزی ورکوی هغوی ته اوتاسوته هم اوهغه هرڅه آوری اوپه هرڅه باندی پوهه دی ﴿۶۰﴾
اوکه چیری تپوس اوکړی ته ددوی نه چه چا پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه اودخپل حکم لاندی کړی دی نمراو سپوږمئ خامخا دوی به اوائی اللّه تعالٰی پس څرنگه اړولی شی دوی دحق نه ﴿۶۱﴾

[۵۶] ددی آیت نه ترآخر دسورة پوری څلورم باب دی په دی کښی ذکردابتلاء بالهجرة دی په څلورو طریقو سره بیا دری عقلی دلیلونه دی چه په هغی کښی مهاجرینوته تسلی هم ده اوپه هریو دلیل کښی څلورڅیزونه ذکرکړی دی بیا څلور زجرونه دی او اختتام دی په دعویٰ دسورة سره - په دی (۵۶) کښی اوله طریقه دترغیب الٰی الهجرة ده یعنی چه په یو ملک کښی ظلم وی دطرف دمشرکانونه پابندی وی په اظهاردتوحید اود طاعاتوباندی نووطن پریخودل لازم دی لیکن دین پریخودل جائز نه دی - (إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ) په دی کښی اشاره ده چه په هجرت سره وسعت او فراخی حاصلیږی -
[۵۷] دا دوهمه طریقه ده دترغیب الی الهجره یعنی دوطن او دوستانو وغیره نه هسی هم په مرگ سره بی اختیاره جدائی راتلونکی ده نودهغی نه وړاندی د اللّه تعالٰی ددین دپاره په خپل اختیارسره جدائی اوکړه یعنی هجرت اوکړه داسی په سورة العمران (۱۵۸) کښی هم تیرشوی دی -
[۵۹،۵۸] دا دریمه طریقه ده د ترغیب الی الهجرة یعنی بشارت خاصه دی په سبب د هجرت کولو چه (الَّذِينَ صَبَرُوا) کښی صبرپه تکالیفودهجرت باندی داخل دی او دارنگ (وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ) ترک داعتماد په وطن اوپه اهل وطن باندی داخل دی او غُرَفًا کښی اشاره ده که ددنیا مکانونه په هجرت کولو سره پاتی شی نوپه جنت به اوچت مکانات حاصل شی -
[۶۰] دا څلورمه طریقه ده دترغیب الی الهجرة یعنی دا وهم دی یوشخص نه کوی که چیری زه وطن نه لاړ شم نوروزی به څرنگ ملاویږی جواب ورکړی شو چه ټولو بی طاقته ځناور ته اللّه تعالٰی روزی ورکوی نومهاجر فی سبیل اللّه ته به ضرور ورکوی -
[۶۱] دا دلیل عقلی اعترافی دی دپاره دتوحید اوزجردی مشرکانوته اوپه دی کښی څلور امورذکرکړی دی - اومناسبت ددی دترغیب الی الهجرة دڅلورمی طریقی سره دی یعنی روزی د اللّه تعالٰی دطرف نه گنړی ځکه چه هغه خالق مدبَّر روزی تقسیم کوؤنکی دی اود روزئ اسباب پیدا کوونکی دی اودا صفتونه دهغه مشرکان هم منی (السَّمَاوَاتِ) ددی نه تقدیر درزقونو راځی اوبارانونه تری وریږی (وَالْأَرْضَ) ددی نه بوټی را اوځی دپاره دروزئ (الشَّمْسَ) په دی سره میوی غلی پخیږی (وَالْقَمَرَ) په دی سره ترقی دبوټو راځی اورنگونه ئی هم بدلیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>