اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۷۸ العنكبوت

اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۶۲﴾ وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۶۳﴾ وَمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۶۴﴾ فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ ﴿۶۵﴾

اللّه تعالٰی فراخوی روزی چالره چه اوغواړی دبندگانو خپلونه اوتنگوی هغه لره یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی علم لری ﴿۶۲﴾
اوکه چیری ته دوئ نه تپوس اوکړی چه چا راورولی دی د آسمان دطرف نه اوبه پس تازه کړی دی په هغی سره ځمکه روستو داوچ والی دهغی نه خامخا دوی به اوائی اللّه تعالٰی ته اوایه ټول صفتونه دخدائی خاص اللّه تعالٰی لره دی بلکه ډیرددوی نه عقل نه لری ﴿۶۳﴾
اونه دی دا ژوند دنیوی مگر مشغله ده او لوبی دی اویقیناً کور روستنی خامخا هغه ژوند پوره دی که دوی پوهیدلی ﴿۶۴﴾
پس هرکله چه دوی سواره شی په کشتئ کښی رابلی دوی اللّه تعالٰی لره اخلاص کوی دهغه په بلنه کښی پس هرکله چه بچ کړی دوی لره اوچی ته دغه وخت دوی شریک جوړوی د اللّه تعالٰی ﴿۶۵﴾

[۶۲] دا دوهم دلیل عقلی دی او دفع د وهم ده که څوک وهم اوکړی چه خالق دروزئ اللّه تعالٰی دی لیکن فراخی اوتنگسیا به دبل په اختیارکښی وی جواب اوشو چه داهم د اللّه تعالٰی په اختیارکښی ده په دی دلیل کښی دوه څیزونه ذکرکړی دی بسط او تدبر -
[۶۳] دا دریم دلیل عقلی دی او اعترافی دی حاصل ئی دادی چه روزی اوفراخی او تنگی دهغی په اختیار د اللّه تعالٰی کښی ددی وجی نه ده چه اسباب دروزئ باران ورول اوځمکه کښی قوت نباتیه پیداکول د اللّه تعالٰی په قدرت کښی دی - په دی دواړو آیاتونوکښی څلورڅیزونه ذکرکړی دی اوهرکله چه درزق تفصیل اوکړی شو چه د اللّه تعالٰی دطرف نه دی نواختتام کښی ئی امراوکړو په الحمدلِلّه وئیلوسره -
[۶۴] ددی آیت نه تر (۶۸) پوری څلورزورنی ذکرکوی - په دی آیت کښی زورنه ورکوی دنیاپرستو خلقو ته چه دوی علم نه لری ددنیا په فنا اودآخرت په بقا باندی - اوهرکله چه تیرشوی دری آیتونو کښی ددنیا څیزونه ذکرکړل نوپه دی سورة کښی ورته اشاره اوکړه په هَذِهِ سره (لَهْوٌ) هغه څیزدی چه صرف زړه مشغولوی - یعنی په دی سره انسان د اللّه تعالٰی دذکرنه مشغولیږی، اولعب هغه څیزدی چه بی فائدی اوزرفنا کیږی (الْحَيَوَانُ) حیاة حقیقیه دائمه چه فناپری نه راځی اوغمونو دردونونه پاک وی -
[۶۶،۶۵] دا دوهم زجردی په شرک ددوی سره سره دپوهی ددوی نه چه مصیبت لری کوؤنکی اللّه تعالٰی دی اودا دلیل دجهل ددوی دی اوهم داسی تیرشوی دی په سورة یونس (۲۲) اوسورة بنی اسرائیل (۶۷) کښی - اودا دلیل دی چه معرفت درب په فطرة د هرانسان کښی شته دی (لِيَكْفُرُوا) لام دعاقبت دی اودا متفرع دی په يُشْرِكُونَ باندی (وَلِيَتَمَتَّعُوا) داتفریع ده په نَجَّاهُمْ باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>