اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۲ الروم
وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۶﴾ يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ ﴿۷﴾ أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنْفُسِهِمْ مَا خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُسَمًّى وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ لَكَافِرُونَ ﴿۸﴾ أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الْأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۹﴾ ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاءُوا السُّوأَى أَنْ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۱۰﴾
وعده کړی ده اللّه تعالٰی وعده خلاف نه کوی اللّه تعالٰی دوعدی خپلی نه اولیکن ډیرخلق نه پوهیږی ﴿۶﴾
پوهیږی دوی ښکاره په ژوند ددنیا اودوی دآخرت نه دوی بی پرواه دی ﴿۷﴾
آیا دوی سوچ نه کوی په خپلو ځانونوکښی نه دی پیداکړی اللّه تعالٰی آسمانونه او ځمکه اوهغه چه په مینځ ددوی کښی دی مگرپه حق سره اوپه نیټه مقررسره اویقیناً ډیردخلقونه دملاقات درب خپل نه ضرورمنکران دی ﴿۸﴾
آیا او دوی نه گرځی په ځمکه کښی نوچه اوگوری چه څه رنگ وؤ انجام دهغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وؤ هغوی ډیر کلک ددوی نه طاقت والا وؤ اوځمکه ئی اړولی وه اوآباده کړی وه ځمکه زیاته دهغی نه چه دوی آباده کړی ده اوراغلی وؤ دوی ته رسولان په ښکاره دلیلونوسره نو نه وؤ اللّه تعالٰی چه په دوی باندی ظلم کړی وی اولیکن دوی په خپلو ځانونوباندی طلم کوؤ ﴿۹﴾
بیا شو انجام دهغه چاچه بدی ئی کړی وی ناکاره (ځکه چه) دروغژن گنړلی وؤ آیاتونه د اللّه تعالٰی اودوی ووچه په هغی پوری ټوقی کولی ﴿۱۰﴾
[۶] دا تاکید دمخکښی بشارت دی (لَا يَعْلَمُونَ) مراد ددی نه منکرین دمدد د اللّه تعالٰی دی چه هغوی ددی انقلاباتو اللّه تعالٰی ته نسبت هم نه کوی - اوپه دی کښی زجردی په عدم دعلم سره -
[۷] دا دوهم زجردی په علمونواوتجرباتو ددنیا سره یعنی دکسبونو او تجارتونو اود زمیندارئ او د آبادئ وغیره ددنیا په کارونو کښی ډیره تجربه لری اودارنگ ددنیا په غلط سیاستونوکښی ښه پوهه دی (وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ) دا دریم زجردی په غفلت دآخرت نه -
[۸] دا څلورم زجردی په انکاردتوحید او دبعث بعدالموت نه په سبب دبی فکره کیدلوسره (وَإِنَّ كَثِيرًا) په دی کښی پنځم زجر دی په انکاردقیامت سره -
[۹] دا شپږم زجردی او تخویف دنیوی دی په ذکر دعذابونو دتیرشوؤ قومونوسره (فَيَنْظُرُوا) نه معلومه شول چه سیل کول په ملکونوکښی دپاره دعبرت اخستلو عبادت دی بیا دتیرشوؤ قومونو پنځه حالتونه ئی ذکرکړی دی اول (كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ) یعنی په فصلونو کرلو اودځمکی نه معدنیات راویستلوکښی ډیرمشغول وو دریم (وَعَمَرُوهَا) په آبادولو کښی ډیرمصروف وو یعنی دنیا پرست وو اودنیاوی کارونو کښی ترقی کول ئی کمال گنړلو څلورم (وَجَاءَتْهُمْ) یعنی اللّه تعالٰی ددوی دخبرورکولو دپاره ډیر رسولان لیږلی وو دپاره ددی چه دین الٰهی ته ئی توجه پیداشی، پنځم (وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ) یعنی کفراوشرک بدعات او نورگناهونه ئی کول اوداپه ځان باندی ظلم کول دی ځکه ددی په وجه باندی دنیا دغه نعمتونه ئی برباد شول او دوی هلاک شول -
[۱۰] دا تخویف اخروی دی -