اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۳ الروم

اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۱۱﴾ وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُبْلِسُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۱۲﴾ وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ مِنْ شُرَكَائِهِمْ شُفَعَاءُ وَكَانُوا بِشُرَكَائِهِمْ كَافِرِينَ ﴿۱۳﴾ وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَتَفَرَّقُونَ ﴿۱۴﴾ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَهُمْ فِي رَوْضَةٍ يُحْبَرُونَ ﴿۱۵﴾ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ فَأُولَئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿۱۶﴾ فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ ﴿۱۷﴾

اللّه تعالٰی اول پیدائش کوی بیا به دوباره هم کوی بیابه خاص هغه ته واوگرځولئ شئ تاسو ﴿۱۱﴾
اوپه هغه ورځ چه قیامت به قائم شی ناامیده به شی مجرمان ﴿۱۲﴾
اونه به وی دوی لره دشریکانو ددوی نه سفارشیان او شی به دوی د شریکانونه نه منکران ﴿۱۳﴾
اوهغه ورځ چه قیامت قائم شی په دغه ورځ به دوی جداجدا شی ﴿۱۴﴾
نوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او عمل کړی دی په طریقه دنبی نودوی به په باغچوکښی وی خوشحالولی به شی ﴿۱۵﴾
اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی او دروغژن گنړی آیاتونه زمونږ اوملاقات دآخرت نودغه کسان په عذاب کښی حاضرکړی شی ﴿۱۶﴾
نوپاکی وائی د اللّه تعالٰی کوم چه وخت چه بیگاه کوئ اوکوم وخت چه صباکوئ ﴿۱۷﴾

[۱۱] دامختصر دلیل عقلی دی اودا متعلق دی د (۷) سره او اثبات د دوباره ژوند دی -
[۱۲] دا تخویف اخروی دی هرکله چه اعاده ذکرشوه اواوس په دی آیتونوکښی تفصیل دقیامت ذکرکوی اود (۱۶) پوری دمجرمانو پنځه حالات ذکرکوی -
[۱۳] داهم تخویف کښی داخل دی اورد دشفاعت قهریه شرکیه دی اوجواب دسوال دی، که اوئیلی شی چه دوی به چپ شی خوددوی معبودان به ددوی دبچ کولو دپاره خبری کوی اوشفاعت به کوی اودهغی رد ئی اوکړو -
[۱۴] داهم داخل دی په تخویف کښی یعنی روستودناامیده کیدلونه به تفرق دیوبل نه اوکړی -
[۱۵] دا بیان دتفرق او دجدائی دی اوپه دی آیت کښی بشارت دی مؤمنانوته (يُحْبَرُونَ) دری معانی دی (۱) عزت به ورکیدی شی (۲) نعمتونه به ورکیدی شی (۳) خوشحالی به ورکیدی شی، په دی کښی دجنت ټول نعمتونه داخل دی -
[۱۶] دا تخویف دمنکرینو دی اوپه دی کښی ددوی دری جرمونه ئی ذکرکړی دی -
[۱۸،۱۷] دا تفریع ده په دعویٰ دسورة باندی او دا دعویٰ دتوحید ده یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی ستاسو نصرت کوی نوتسبیح وائی لکه چه سورة نصرکښی هم ذکردی یا دابیان دسبب دی دپاره د حصول ددعوی دسورة یعنی په توحید د اللّه تعالٰی سره نصرت او مدد الٰهی حاصلیږی - په دی آیتونو کښی تسبیح او حمد قولاً او عملاً‌ دی - او دابن عباس رضی اللّه عنهما په روایت سره په دی آیتونو کښی دپنځو وختونو د مونځ ذکردی (تُمْسُونَ) کښی ماښام او ماسخوتن داخل دی او (تُصْبِحُونَ) کښی مونځ دصبا داخل دی (عَشِيًّا) کښی دمازیگر مونځ داخل دی او (تُظْهِرُونَ) کښی مونځ دماسپخین داخل دی -
فائده: هرکله چه بیگائی او صبائی وخت تیاره وی اوتیاره کښی نقصان وی نودهغی سره تسبیح مناسب ده یعنی اللّه تعالٰی دهرنقصان نه پاک دی او مازیگراو ماسپخین کښی رنړا وی اورنړا کمال دی نو هغه سره حمد مناسب دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>