اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۴ الروم
وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ ﴿۱۸﴾ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَلِكَ تُخْرَجُونَ ﴿۱۹﴾ وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ ﴿۲۰﴾
اوخاص هغه لره ستائینه د (خدای ده) په آسمانونو اوپه ځمکه کښی او په مازیگرئ کښی اوکوم وخت چه ماسپخین کوئ تاسو ﴿۱۸﴾
را اوباسی اللّه تعالٰی ژوندی لره دمړ نه اورا اوباسی مړلره دژوندی نه اوتازه کوی ځمکه روستو داوچیدلونه اودغسی به راویستلی کیدلی شئ تاسو ﴿۱۹﴾
اوبعضی د دلیلونو دتوحید او قدرت د اللّه تعالٰی نه دا چه پیدائش ئی شروع کړی دی ستاسو دخاوری نه بیا شئ تاسو بشر ډیرخواره واره شئ ﴿۲۰﴾
[۱۹] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۴۲) پوری په دی کښی یوولس عقلی دلیلونه ذکرکوی د اثبات دتوحید او دا شواهد دی دپاره ددعوی دسورة - اوپه دی کښی مثال دی دپاره درد دشرک، بیائی اصول ذکرکړی دی دپاره دحصول ددعوی دسورة اوپه مینځ داصولوکښی دمشرکانو اووه قبائح ئی ذکرکړی دی - اودهغوی تحذیرذکرکوی اوفرق ذکرکوی د ربوٰ او د زکوٰة - اوتخویف دنیوی اودهغی اسباب ذکرکړی دی دا (۱۹) آیت دلیل عقلی دی دپاره داثبات دتوحید چه په تیرشوی آیاتونوکښی ذکرشو په دی کښی او ددی نه روستو دلیلونو کښی انقلابات د حالاتوذکرکوی اشاره ده اثبات ددعوی د سورة نه - په دی آیت کښی دری احوال انقلابیه ذکرکړی دی او څلورم انقلاب کښی ذکردقیامت دی -
[۲۰] دابل دلیل عقلی دی ددواړو مقصدونو دپاره (مِنْ تُرَابٍ) مراد ددی نه پیدائش د آدم علیه السلام دی دخاورونه اومعنیٰ د (خَلَقَكُمْ) خلق اصلکم یا مراد ددی نه هرآنسان دی ځکه چه هرانسان دنطفی نه پیدادی اونطفه دخوراک نه پیداکیږی اوخوراکونه دځمکی نه پیدا کیږی -
فائده: په دی سورة کښی د اوو آیاتونو په اول کښی وَمِنْ آيَاتِهِ ذکرکړی دی ددی یووجه داده چه دغه دلیلونه په مدعا ثابتولو کښی ښه واضح دی - دوهمه وجه داده چه هریودهغی نه په حقیقت کښی په ډیرو دلیلونوباندی مشتمل دی -