اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۵ الروم

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱﴾ وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ ﴿۲۲﴾ وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ ﴿۲۳﴾ وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَيُحْيِي بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۲۴﴾ وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ تَقُومَ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِنَ الْأَرْضِ إِذَا أَنْتُمْ تَخْرُجُونَ ﴿۲۵﴾

اوبعضی د دلیلونو دتوحید او قدرت د هغه نه دا چه پیدا کړی دی تاسولره ستاسو دجنس نه بیبیانی دپاره ددی چه آرام حاصل کړئ هغوی ته اوپیدا کړی ده ستاسو په مینځ کښی مینه او ترس کول یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی دهغه قوم دپاره چه سوچ کوی ﴿۲۱﴾
اوبعضی د دلیلونو د هغه نه پیدائش د آسمانونو او دځمکی دی او جداوالی دژبو ستاسو او د رنگونو ستاسودی یقیناً په دی کښی ډیر دلیلونه دی پوهه لرونکو لره ﴿۲۲﴾
اوبعضی د دلیلونو د هغه نه خوب کول ستاسودی دشپی او د ورځی اولټول ستاسو دی دفضل دهغه نه یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هغه قوم لره چه غوږ ږدی ﴿۲۳﴾
اوبعضی د دلیلونو د هغه نه دا چه ښائی تاسوته بریښنا دویری او طمع نه او وروی دطرف دآسمان نه باران نوتازه کوی په هغی سره ځمکه روستو داوچیدلو دهغی نه یقیناً په دی کښی ډیر دلیلونه دی دپاره دهغه قوم چه عقل لری ﴿۲۴﴾
اوبعضی د دلیلونو دتوحید او قدرت د اللّه تعالٰی نه داچه ولاړ دی آسمانونه او ځمکه په حکم دهغه سره بیا چه کوم وخت آواز درکړی دی تاسوته یوآواز دځمکی نه (دراوتلودپاره) دغه وخت به تاسو ټول رااوځئ ﴿۲۵﴾

[۲۱] دابل دلیل عقلی دی هرکله چه تیرشوی آیت کښی ماده دپیدائش اصلی ذکرشوه نوپه دی آیت کښی ماده دپیدائش ظاهری ذکرکوی اودارنگ اول آیت دلیل دایجاد دبشردی نودا آیت دلیل دی دبقا - (یعنی سلسله دبشر دقیامت پوری ده)
[۲۲] دا هم دلیل عقلی دی دپاره ددواړو مقصدونو - تیرشوی دلیلونه انفسی وو او دا افاقی دلیل دی - (خَلْقُ السَّمَاوَاتِ) نه مراد دهغی اوچت والی، مضبوط والی، بی ستنواودریدل، نه چودل او نه راغورزیدل وغیره دی (وَالْأَرْضِ) ددی نه مراد د هغی وسعت دی یعنی مختلف رنگونه مختلف آوازونه لهجی، فصاحت بلاغت اوپه هغی کښی مختلفی مرتبی، تردی پوری چه دوه تنه به داسی اونه مومی چه په دی ټولو اوصافوکښی یوشان وی (وَأَلْوَانِكُمْ) سپین، سور، توروغیره او مختلف مخونه او سترگی پوزه وغیره هیڅ دوه کسان به داسی ملاؤ نه شی چه په صورت کښی پوره پوره برابروی -
[۲۳] دا بل دلیل عقلی، انفسی دی چه متعلق دی دزمانیاتوسره چه شپه او ورځ ده اوهرکله چه دشپی خوب زیات وی په خوب دورځی باندی ددوی وجی الَّیل ئی وړاندی کړو په النهارباندی اوهرکله چه کسب اوطلب دفضل (دروزئ او دعلم) په شپه او ورځ دواړو کښی کیږی نوهغه ئی عام ذکرکړی دی -
[۲۴] دابل دلیل عقلی دی هرکله چه مخکښی ئی عوارض انفسیه ذکرکړل نوپه دی دلیل کښی عوارض افاقیه ذکرکوی چه هغه برق اوباران دی -
[۲۵] دا بل دلیل عقلی دی دخلق د آسمان او دځمکی نه روستو دهغی قیام (ټینگیدل) ذکرکوی - اوددی ټولو څیزونو فنا ته اشاره کوی په اثبات دخروج (وتل) دځمکی نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>