اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۶ الروم
وَلَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ ﴿۲۶﴾ وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۷﴾ ضَرَبَ لَكُمْ مَثَلًا مِنْ أَنْفُسِكُمْ هَلْ لَكُمْ مِنْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ مِنْ شُرَكَاءَ فِي مَا رَزَقْنَاكُمْ فَأَنْتُمْ فِيهِ سَوَاءٌ تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۲۸﴾
او خاص په داختیار د اللّه تعالٰی کښی دی هغه څوک چه په آسمانونو کښی دی اوځمکه کښی دی ټول هغه لره تابع دی ﴿۲۶﴾
او خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه اول پیدائش کوی بیابه دوباره هم کوی او دا (ټول) هغه ته آسان دی اوخاص اللّه تعالٰی لره صفت اوچت دی په آسمانونوکښی او ځمکه کښی اوخاص هغه زورآور او حکمت والا دی ﴿۲۷﴾
بیان کړی دی ستاسو دپوهی دپاره مثال دجنس ستاسونه آیا شته تاسولره دهغه چانه چه مالکان ښی لاسونه ستاسو دهغوی څوک حصه داران په هغه مال کښی چه مونږتاسو ته درکړی دی نوتاسوپه هغی کښی برابر اختیارمند یئ چه ویریږئ ددوی نه په شان دویری ستاسو د رونړو ستاسونه دغه شان جداجدا بیانوو مونږ آیاتونه دپاره دهغه قوم چه عقل لری ﴿۲۸﴾
[۲۶] دابل دلیل عقلی دی روستو دذکرد آسمان اود ځمکی اوداهل دهغی نه (كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ) ددی نه قنوت تسخیری مراد دی یعنی په ژوند او مرگ او صحت اومرض وغیره کښی د اللّه تعالٰی دحکم دلاندی دی یامراد ددی نه قنوت اختیاری دی اومراد ددی نه صالحین دی -س
[۲۷] دابل دلیل عقلی دی دتوحید سره د اثبات بعث بعدالموت نه (وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ) ضمیر د هُوَ راجع دی دواړه ذکرشوی حالتونوته په تاویل د مذکورسره نو هیڅ اشکال نیشته اوکه ضمیر د هُوَ اعادی ته راجع شی نو أَهْوَنُ کښی تفصیل په اعتبار دعقیدی دبشردی یعنی ددوی په نیزباندی دوباره کارد اول ځل نه زیات آسان وی -
[۲۸] روستو داثبات د توحید نه په دلیلونوسره اوس وضاحت کوی په مثال سره (مِنْ أَنْفُسِكُمْ) ستاسو دجنس نه ځکه مریان هم انسانان دی یا مراد ددی نه نزدی د څیزونو نه تاسوته (فَأَنْتُمْ فِيهِ سَوَاءٌ) هرکله چه شرکت کښی برابرنه وی ددی وجی نه دلته ئی مقید کړو په مساوات سره په اختیاراوتصرف کښی بیائی بیان دمساوات اوکړو په دی قول سره چه (تَخَافُونَهُمْ) یعنی هرکله چه دوه تنه په شرکت اوتصرف کښی برابروی نو یوتن تصرف بغیرد اجازت دبل نه نشی کولی بلکه دهغه خفگان یا غضب نه ویره کوی - حاصل دمثال دادی چه اللّه تعالٰی مولٰی دی اوټول انسانان دهغه مریان او وینځی دی (مملوک دی) نوهرکله چه تاسو خپلو مملوکانولره خوراک څکاک وغیره ورکوئ لیکن په خپل مال کښی داسی تصرف نه ورکوئ چه تاسوسره برابر شی بلکه په داسی شرکت سره تاسو ډیرخفه کیږئ نو څه رنگه وائی او عقیده لرئ چه اللّه تعالٰی بزرگانو اولیاؤ وغیره ته په خپل بعضی مملوکاتو او مخلوقاتو کښی داسی تصرف ورکړی دی چه هغوی د اللّه تعالٰی په شان په قدرت مستقله سره په هغی کښی تصرف کوی چه کله اوغواړی نو څوک مریض کړی نوچاله شفا ورکړی څوک غریب کړی څوک مالدار کړی نوهرکله چه په خپله په داسی حالت باندی خفه کیږئ نو اللّه تعالٰی خو (اغنیٰ الشرکاء عن الشرک دی ) نوهغه خو خامخا په دی سره خفه کیږی -