اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۷ الروم
بَلِ اتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَهْوَاءَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ فَمَنْ يَهْدِي مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿۲۹﴾ فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۰﴾ مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۳۱﴾
بلکه روا ن دی هغه څوک چه ظلم کړی دی په خواهشاتوخپلو پسی بغیرددلیل نه نوڅوک به هدایت ورکړی هغه چاته چه اللّه تعالٰی بی لاری کړی وی اونیشته دوی لره هیڅ مددگاران ﴿۲۹﴾
نو برابر کړه خپل مخ دین ته کلک په توحید باندی (لازم اونیسه) دین د اللّه تعالٰی هغه چه پیدا کړی دی خلقو لره په هغی باندی نیشته بدلیدل د پیداوخت د اللّه تعالٰی دغه دی دین پوخ اولیکن ډیرخلق نه پوهیږی ﴿۳۰﴾
ورگرځیدونکی ئی هغه ته او ویره کوئ هغه نه او دمونځ پابندی کوئ او مه کیږئ د ډلی د مشرکانونه ﴿۳۱﴾
[۲۹] دا زجردی چه سره ددی دلیلونو او مثالونونه ددی منکرینودانکار سبب اتباع د هویٰ ده اوپه داسی حال کښی چه داتباع دخواهش دوجی ددلیلونو او مثالونونه انکارکوی نودوی ته هدایت نه نصیب کیږی (بِغَيْرِ عِلْمٍ) قید دپاره دتاکید دجهل ددوی دی یعنی که چیری داتباع د هویٰ سره علم وی نوددی علم په سبب سره کله کله واپس شی تابعدارئ د خواهش نه -
[۳۰] هرکله چه تیرشوی آیت کښی زجرذکرکړو په اتباع دخواهشاتوسره نوپه دی کښی توجه ورکوی تابعدارئ ددین حق ته چه دین فطری دی یعنی توحید خالص اوددی آیت نه اصول ذکرکوی دپاره دحصول دنصرت الٰهی چه دعویٰ دسورة ده (فِطْرَتَ) وزن دفعلت دی د فَطَر نه یعنی حال دپیدائش چه اللّه تعالٰی په دغه حال باندی ټول خلق پیدا کړی دی اوهغه دانسان طبیعت دی اوهغه توحید دی په دلیل دحدیث صحیح سره (کل مولود یولد علی الفطرت فابواه یهودانه او ینصرانه او یمجسانه) هربچی پیدا کیدی شی په دین دتوحید باندی نو روستو موراوپلار (ده لره د فطرت نه واړوی) یهودی ئی کړی یانصرانی یا مجوسی - یعنی که چیری دانسان دپاره څه نور عوارض موانع نه وی نودی به همیشه دتوحید په عقیده باندی وی (لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ) د خَلْقِ اللَّهِ نه مراد فطرت دی نو معنیٰ داشوه چه هیڅ انسان دتوحید نه بغیر په بدله عقیده باندی نه پیدا کیږی - یاد خلق اللّه نه تقدیرمراد دی چه اللّه تعالٰی دچادپاره سعادت یا شقاوت مقدرکړی وی نوهغه تقدیر نه شی بدلیدلی - یاد خلق اللّه نه مراد دین د اللّه تعالٰی دی بناپه دی معنیٰ باندی چه نفی په معنیٰ د نهی دی یعنی مه بدلوئ دین دتوحید د اللّه تعالٰی لره په شرک سره -
[۳۱] دا نور څلوراصول دی دپاره دتکمیل د اقامت للدین (۱) انابت، (۲) تقویٰ، (۳) اقامة الصلوٰة، (۴) قطع تعلق دمشرکانو سره - مرادد انابت نه حق پرستی ده چه دضد او تعصب نه بچ وی (وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ) یعنی دهغوی سره دوستانه اوشرکت په غم او ښادئ کښی اومشابهت په هیڅ عمل کښی مه کوئ -