اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۸ الروم
مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴿۳۲﴾ وَإِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُنِيبِينَ إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا أَذَاقَهُمْ مِنْهُ رَحْمَةً إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ ﴿۳۳﴾ لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۳۴﴾ أَمْ أَنْزَلْنَا عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا فَهُوَ يَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوا بِهِ يُشْرِكُونَ ﴿۳۵﴾ وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوا بِهَا وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ إِذَا هُمْ يَقْنَطُونَ ﴿۳۶﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۳۷﴾
(یعنی) دهغه کسانونه چه ټکړی کړی دی دین خپل اوشول مختلفی ډلی هریوه ډله په هغه طریقه باندی چه ددوی سره ده خوشحاله ده ﴿۳۲﴾
او هرکله چه اورسی (بعضی) خلقوته تکلیف رابلی خپل رب لره اخلاص کوؤنکی وی هغه ته بیا هرکله چه اوڅکوی دوی ته دخپل طرف نه آرام دغه وخت یوه ډله ددوی نه درب خپل سره شریکان جوړوی ﴿۳۳﴾
(عاقبت دا) چه ناشکری اوکړی دهغه نعمت چه مونږدوی ته ورکړی دی نومزی اوکړئ (ددنیا) زرده چه پوهه شئ ﴿۳۴﴾
ایا نازل کړی دی مونږ په دوی باندی دلیل نو هغه ثابتوی (بندگی) دهغه چاچه دوی ئی د اللّه تعالٰی سره شریکوی ﴿۳۵﴾
اوهرکله چه اوڅکوو مونږ انسانانوته خوشحالی ددنیا لوئي کوی په هغی سره اوکه چیری اورسی دوی ته بدحالی په وجه دهغه عملونو چه مخکښی لیږلی دی لاسونو ددوی دغه وخت دوی ناامیدی کوی ﴿۳۶﴾
آیا او دوی نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی فراخوی روزی چالره چه اوغواړی اوتنگوی یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هغه قوم لره چه ایمان لری ﴿۳۷﴾
[۳۲]ددی ځای نه دمشرکانو اته صفات قبیحه ذکرکوی چه هغه اسباب دی دپاره د لَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ - دتفریق ددین معنیٰ د اده چه هریو خپل دین جداجدا جوړ کړی دی یعنی عقیدی او عملونه ئی دخپل ځان نه جوړکړی دی اوهغی ته ئی ددین نوم ایښی دی (وَكَانُوا شِيَعًا) تشیع نه مراد دیوبل سره ملگرتیا او ډله بازی کول دی اودا تعصب دی اوخوشحالی په دین خپل دده چه هغه حق گنړی اوثواب ئی گنړی اوپه هغی باندی مالی جانی قربانی کوی -
[۳۳] دا زجردی اوپه دی کښی دمشرکانو یوصفت ذکرکړی دی -
[۳۴] په دی کښی بل صفت ددوی ذکردی چه هغه کفر (ناشکری) دنعمت د اللّه تعالٰی ده -
[۳۵] په دی کښی هم زجردی اوذکردبل وصف دمشرک دی یعنی دمشرکینوسره په شرک باندی هیڅ دلیل منزّله نیشته نومعلومه شوه چه شرک صرف په تقلید سره کوی -
[۳۶] داهم زجردی اوپه دی کښی دوه صفات دمشرکانو ذکرکوی اوداقسم مشرک کافر دمخکښی نه سخت دی په کفرکښی ځکه چه دی په هیڅ حال کښی اللّه تعالٰی نه یادوی -
[۳۷] دا دلیل عقلی دتوحید دی اورد دی په هغه انسان باندی چه دهغه حال په مخکښی آیت کښی ذکرکړی شو یعنی فراخی او تنگسیا د اللّه تعالٰی دطرف نه وی نوولی تکبراو ناامیدی کوئ -