اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۹ الروم

فَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ ذَلِكَ خَيْرٌ لِلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۳۸﴾ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِبًا لِيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ ﴿۳۹﴾ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَفْعَلُ مِنْ ذَلِكُمْ مِنْ شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۴۰﴾

نوورکوه رشته دار ته حق دهغه او مسکین ته او مسافرته دا ډیر فائده مند دی هغه چالره چه غواړی مخ د اللّه تعالٰی او دغه کسان دوی پوره کامیاب دی ﴿۳۸﴾
اوهغه چه ورکوئ تاسو څه مال په نیت دزیاتی چه زیات شئ‌ په مالونو دخلقو کښی نونه زیاتیږی د اللّه تعالٰی په نیز اوهغه چه ورکوئ تاسو څه زکوٰة چه غواړئ په هغی سره مخ د اللّه تعالٰی نودغه کسان دوی ډیروؤنکی دی (مالونو او اجرونو لره) ﴿۳۹﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه تاسوئی پیدا کړئ بیا روزی درکوی تاسوته بیا به مړه کوی تاسو بیابه ژوندی کوی تاسو آیا شته ستاسو دشریکانونه داسی کس چه اوکړی ددی کارونو نه څه کار پاک دی اللّه تعالٰی او بره دی دهغی نه چه دوی ئی شریکان جوړوی ﴿۴۰﴾

[۳۸] داهم دهغه اصولوسره تعلق لری چه د (۳۰) دآیت نه شروع شوی دی تیرشوی اصول د اصلاح دنفس سره تعلق لری اوپه دی کښی احسان دخلقو سره دپاره ددی چه دعوت دحق ته لارآسانه شی (يُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ) ارادی نه مراد نیت کول دی نواشاره ده چه ثواب په نیت سره حاصلیږی -
[۳۹] دا منع کول دی دمقابل داحسان نه چه ربوٰ او ریاء‌ ده - اوپه دی آیت کښی تقابل دی د ربوٰ او د زکوٰة په خلاف دگمان دخلقو سره - ناپوهه خلق گمان کوی چه په ربوٰ سره مال زیاتیږی نو اوئی فرمائیل فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ، اوگمان کوی چه زکوٰة سره مال کمیږی نو اوئی فرمائیل (فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ) ربوٰ په مکه کښی حرام شوی نه وه لیکن بدی او قباحتونه دهغی بیانیدل دپاره ددی چه خلق ترینه ځان بچ کړی یا دربوٰ نه مراد (سپک خوئی دی) چه چا لره هدیه په دی اراده ورکړی چه دی به ددی په وجه ماله زیات راکړی لکه مدارک کښی لیکلی دی (زکوٰة) ددی نه مراد فرضی زکوٰة دی بنا په قول دهغه مفسرینو چه هغوی وئیلی دی چه په مکه کښی زکوٰة فرض شوی وؤ لیکن مقدارونه نه ئی نه وؤ مقرر کړی شوی - یا مراد ترینه هره صدقه او هدیه ده په دی نیت سره چه پاکوالی او زیات ثواب په هغی سره حاصلوی یعنی د زکوٰة نه معنیٰ لغوی مراد ده -
[۴۰] داهم دلیل عقلی دی اوترغیب دی چه په هریو عبادت کښی اراده وَجهُ اللّه کوئ ځکه هغه په تاسوباندی انعام دخلق اود رزق کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>