اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۹۰ الروم

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۴۱﴾ قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلُ كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُشْرِكِينَ ﴿۴۲﴾ فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ يَوْمَئِذٍ يَصَّدَّعُونَ ﴿۴۳﴾ مَنْ كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِأَنْفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ ﴿۴۴﴾ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ ﴿۴۵﴾

ښکاره شوی دی عذابونه په اوچه او لونده کښی په وجه دهغه گناهونو چه کړی دی لاسونو د خلقو دپاره ددی چه اوڅکوی دوی ته بعضی سزا دهغه عملونو چه دوی کړی دی دپاره ددی چه دوی اوگرځی طاعت د اللّه تعالٰی ته ﴿۴۱﴾
ته اوایه اوگرځئ په ملک کښی نو اوگورئ چه څنگه وؤ انجام دهغه کسانو چه دوی نه مخکښی وؤ ډیرد هغوی نه مشرکان وؤ ﴿۴۲﴾
نوبرابر کړه مخ خپل دین پوخ ته مخکښی ددی نه رابه شی ورځ چه نه به وی واپسی دهغی د اللّه تعالٰی دطرف نه په دغه ورځ به ټکړی شی خلق ﴿۴۳﴾
چاچه کفری کړی دی نوپه هغه باندی به سزا دکفر دهغه وی او چاچه عمل کړی وی موافق دسنت سره نودوی خپلو ځانونو لره ښه ځای تیاروی ﴿۴۴﴾
دپاره ددی چه بدله وکړی هغه چاته چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی دسنت موافق دفضل خپل نه یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی کافرانو لره ﴿۴۵﴾

[۴۱] په دی آیت کښی تخویف دنیوی سره د ذکرکولو د سبب دعذاب نه (الْفَسَادُ) نه مراد نقصان په هره فائده کښی (فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ) هغه طوفانونه چه په هغی سره جهازونه کشتئ غرق شی ډیر موجونه چه جهازونه نشی چلیدلی - دواب دسمندر هلاکیدل دښکار کمیدل - دباران دنه کیدلو دوجی نه ملغری په صدفونو کښی نه جوړیدل وغیره دا عذابونه په سمندر کښی راځی (بِمَا كَسَبَتْ) دارنگ په سورة شوریٰ (۳۰) آیت کښی هم دی اودا سزا دبعضی عملونوده نوکه مؤمنان وی نودبعضی نه ورته اللّه تعالٰی معافی اوکړی او که کافران وی یا مؤمنان گنهکاران چه توبه اونه باسی نو نور عذاب ورله برزخ کښی اوآخرت کښی ورکوی (يَرْجِعُونَ) مرا ددی نه توبه کول په زړه کښی اوپه ژبه سره دپریخودلو دگناه نه -
[۴۲] دا تاکید دی دتیرشوی آیت (كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُشْرِكِينَ) یعنی لوی سبب دعذابونو شرک وؤ اوپه بعضی قومونو باندی د نورو گناهونو دوجی نه هم عذابونه راغلی دی -
[۴۳] ددی آیت نه ترآخردسورة پوری آخری باب دی په دی کښی امردی په ټینگیدلوسره په توحید باندی او تخویف اخروی او بشارت مختصر ذکرکوی په دری آیاتونو کښی - بیا عقلی دلیلونه پنځه ذکرکوی (۵۴،۵۰،۴۹،۴۸،۴۶) او دعویٰ دسورة په (۴۷) کښی او زجر منکرینوته په (۵۱) کښی او تسلی نبی ﷺ ته په (۵۳،۵۲) کښی بیا تخویف اخروی په (۵۷،۵۶،۵۵) او زجرپه انکار دقرآن سره په (۵۹،۵۸) کښی حکم کوی په اقامت ددین دپاره ددفع کولو دعذاب چه مخکښی آیاتونو کښی ذکرکړی شو او (فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ) نه مراد ټینگیدل دی توحید باندی سره دمخالفت د اعمالو دمشرکانونه -
[۴۴] په دی کښی د دواړو ډلو ذکردی په تخویف اوبشارت سره -
[۴۵] داهم متعلق دی په تیرشوی آیت پوری په لف نشر غیرمرتب سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>