اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۹۱ الروم

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۴۶﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾ اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاءِ كَيْفَ يَشَاءُ وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ فَإِذَا أَصَابَ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۴۸﴾ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلِ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمُبْلِسِينَ ﴿۴۹﴾ فَانْظُرْ إِلَى آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ ذَلِكَ لَمُحْيِي الْمَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۵۰﴾

اوبعضی دلیلونه دتوحید او د قدرت د اللّه تعالٰی نه داچه رالیږی هواگانی زیری ورکوؤنکی اودپاره ددی چه اوڅکوی تاسوته څه حصه درحمت خپل نه اودپاره ددی چه روانی وی کشتئ په حکم د اللّه تعالٰی سره اودی دپاره چه اولټوئ دفضل د اللّه تعالٰی نه اودی دپاره چه شکراوکړئ تاسو ﴿۴۶﴾
اویقینا لیږلی دی مونږ ستا نه وړاندی رسولان قومونو دهغوی ته نو راوړل ئی دوی ته ښکاره احکام نو بدله واخستله مونږ د مجرمانونه او دی ضرور په مونږباندی مدد کول دمؤمنانو سره ﴿۴۷﴾
اللّه تعالٰی خاص هغه ذات دی چه رالیږی هواگانی نو رااوچتی کړی وریځی نوخوری کړی هغی لره اللّه تعالٰی په به بره طرف کښی څه رنگه چه اوغواړی اوگرځوی اللّه تعالٰی دا وریځی ټکړی لاندی باندی نووینی ته څاڅکی دباران چه رااوځی دمینځ دهغی نه نوکوم وخت چه اورسوی هغی لره هغه چاته چه اوغواړی اللّه تعالٰی دبندگانو خپلونه دغه وخت دوی ډیرخوشحاله شی ﴿۴۸﴾
اگرچه وؤ دوی مخکښی د راورولو دباران نه په دوی باندی مخکښی دد ی وخت نه ناامیدی کوؤنکی ﴿۴۹﴾
نو اوگوره نښو د رحمت د اللّه تعالٰی ته چه څرنگه تازه کوی اللّه تعالٰی ځمکه روستو د اوچیدلو دهغی نه یقیناً دغه ذات ضرور ژوندی کوؤنکی دمړو دی اوهغه په هرڅیزباندی قدرت والا دی ﴿۵۰﴾

[۴۶] دا بل دلیل عقلی دی اوپه دی کښی وجه د لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ، ده یعنی کافر دښکاره آیاتونو نه منکردی او د هواگانو د رالیږلوئی پنځه فائدی ذکرکړی دی -
[۴۷] هرکله چه ظاهری انعامات ئی ذکرکړل نواوس باطنی انعام ذکرکوی اومقصد په کښی تائید د دعوی دسورة دی (حَقًّا عَلَيْنَا) دا حق اللّه تعالٰی په ځان باندی لازم کړی په سبب دوعدی خپلی سره اودیته حق تفضلی وئیلی کیږی داحق واجبی نه دی په شان دوجوب په بندگانوباندی -
[۴۸] دا بل دلیل عقلی دی اومثال د نصرت الٰهیه دی لکه چه روستو دناامیدئ دخلقو نه اللّه تعالٰی باران اوکړی او خلق خوشحاله شی نودارنگ روستو دکمزوروالی د مؤمنانونه اللّه تعالٰی به هغوی له نصرت او فتح ورکړی -
[۴۹] دا تتمه دمخکښی آیت ده - د من قبله ضمیر وریځ ته راجع دی اویا دی وخت ته راجع دی اویا قرآن ته راجع دی یعنی دقرآن دهدایت نه وړاندی دا خلق دجهل دوجی دسوکړی په وخت به ډیر ناامیده کیدل د رحمت د اللّه تعالٰی نه -
[۵۰] دا بل دلیل عقلی دی اودتیرشوی آیت سره تعلق لری یعنی آثار دباران ذکرکوی ځکه چه دلته د رحمت اللّه نه مراد باران دی او داثار نه مراد بوټی ونی فصلونه وغیره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>