اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۰۶ السجدة
فَذُوقُوا بِمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَذَا إِنَّا نَسِينَاكُمْ وَذُوقُوا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۴﴾ إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ۩ ࣛ ﴿۱۵﴾ تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿۱۶﴾ فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۷﴾
(اوبه وئیلی شی) اوڅکئ په سبب دهیرولو ستاسو ملاقات ستاسو ددی ورځی یقیناً مونږ به تاسو هیرکړو او اوڅکئ عذاب دهمیش والی په سبب دهغه عملونو چه تاسو کول ﴿۱۴﴾
یقیناً ایمان لری په آیاتونو زمونږ هغه کسان چه کله بیان شی دوی ته آیاتونه پریوځی سجده کوؤنکی او تسبیح وائی سره دحمد رب خپل نه اودوی لوئی نه کوی لری کیږی اړخونه ددوی د بسترونه بلی خپل رب لره ویره کوؤنکی او طمع لرونکی او دهغی نه چه مونږ ورکړی دی خرچ کوی ﴿۱۵﴾
لری کیږی اړخونه ددوی د بسترونه بلی خپل رب لره ویره کوؤنکی او طمع لرونکی او دهغی نه چه مونږ ورکړی دی خرچ کوی ﴿۱۶﴾
پس نه پوهیږی هیڅ نفس په حقیقت دهغی چه پټ ساتلی شوی دی دوی دپاره یخ والی دسترگو بدله ده دهغه عملونو چه دوی کول ﴿۱۷﴾
[۱۴] داهم تخویف کښی داخل دی - سبب دعذاب ئی نسیان دقیامت ئی ذکرکړی دی ځکه چه انکار دقیامت سبب دی دنورو کفریاتو دپاره -
[۱۵] دا ذکردحال دمؤمنانو دی روستو د ذکردحال دمنکرینو نه دپاره دفرق او دابشارت دی - په دی آیت کښی ددوی دری احوال ذکرکړی دی اول عمل داندامونو چه سجده ده - دوهم عمل دژبی چه تسبیح او حمد دی - دریم عمل دزړه دی چه تکبرنه کول دی اودا علامات دی دمؤمن بالقرآن -
[۱۶] مخکښی آیت کښی دورځی حال ئی ذکرکړو په دی آیت کښی دهغوی شپی حال ذکرکوی، اوداهم دری دی اول خپلوبسترونه ډډه لری ساتل (الْمَضَاجِعِ) کښی اشاره ده چه ټوله شپه عبادت نه کوی ځکه بستری د آرام کولو دپاره شته دی لیکن ټوله شپه په هغی باندی آرام نه کوی - اوهرکله چه په اوده کیدلو کښی سنت طریق داده چه په ښی اړخ باندی ځملئ ددی وجی نه جنوب ئی ذکرکړی دی اودوهم حال (يَدْعُونَ رَبَّهُمْ) دی دائی په طریقه د جملیه حالیه ذکرکړی دی اشاره ده چه د بستری نه لری کیدل دنورو فساقو په شان نه دی بلکه دعبادت دپاره دی - اودریم حال (وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ) یعنی سره دعبادات بدنیونه عبادات مالیه هم کوی اوخپل مالونه د اللّه تعالٰی په دین او دهغی په دعوت اوتبلیغ باندی قربان کوی -
[۱۷] دا بشارت اخرویه دی بنا دی په تیرشوی اسبابوباندی (فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ) په دی کښی ډیرتاکید او مبالغه ده دعظمت دنعمتونو دجنت، اوحدیث کښی وارد دی چه ( مَا لا عَيْنٌ رَأَتْ، وَلا أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلا خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ) نه د چا سترگو لیدلی دی اونه دچا غوږنو اوریدلی دی اونه د چا په زړه باندی تیرشوی دی - ځکه چه ادراک ددی اندامونو (حواسو) متناهی دی اونعمتونه دجنت بی انتهاء دی -