اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۰۷ السجدة

أَفَمَنْ كَانَ مُؤْمِنًا كَمَنْ كَانَ فَاسِقًا لَا يَسْتَوُونَ ﴿۱۸﴾ أَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ جَنَّاتُ الْمَأْوَى نُزُلًا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾ وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ كُلَّمَا أَرَادُوا أَنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿۲۰﴾ وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَى دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۱﴾ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنْتَقِمُونَ ﴿۲۲﴾

آیا هغه څوک چه مؤمن وی په شان دهغه چادی چه نافرمان وی بربرنشی کیدی ﴿۱۸﴾
هرچه هغه کسان دی ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی دسنت برابر نودوی لره باغونه د اوسیدلو دی تیاره میلمستیا ده په وجه دهغه عملونو سره چه دوی کول ﴿۱۹﴾
اوهرچه هغه کسان دی چه نافرمانی ئی کړی ده نوځآی دورتللو ددوی اوردی هروخت چه اوغواړی چه اوځی دهغی نه واپس به اوگرځولی شی په هغی کښی اواوبه وئیلی شی دوی ته اوڅکئ عذاب داور هغه چه تاسو دهغی تکذیب کوؤ ﴿۲۰﴾
او ضرور به اوڅکوو مونږ دوی ته دعذاب نزدی نه مخکښی دعذاب لوی نه دپاره ددی چه اوگرځی (دگناهونونه) ﴿۲۱﴾
اوڅوک زیات ظالم دی دهغه چانه چه بیان کړی شی هغه ته آیاتونه درب د هغه بیا مخ واړوی دهغی نه یقیناً‌ مونږ د مجرمانونه بدله اخستونکی یو ﴿۲۲﴾

[۱۸] ددی آیت نه دوهم باب دی ترآخره پوری په دی کښی تقابل دا هل ایمان او اهل کفردی په دری آیاتونو کښی بیا منکرینو تخویف دنیوی او زجردی په دوه آیاتونو کښی بیا ذکردحال د موسیٰ علیه السلام او دهغه تابعدارانو دی په طریقه ددلیل نقلی سره په دری آیاتونو کښی، بیا تخویف او زجردی په دری آیاتونوکښی، اوتسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په آخری آیت کښی - په دی (۱۸) کښی دعویٰ دسورة ذکرده - (فَاسِقًا) ددی نه مراد فاسق دی په عقیده کښی یعنی کافراومشرک (لَا يَسْتَوُونَ) د قتادة نه روایت دی چه دوی نه دی برابر په دنیاکښی او نه په وخت دمرگ او نه په آخرت کښی -
[۱۹] دا دتفصیل د عدم مساوات دی - نوپه دی آیت کښی ذکر دحال دمؤمنانو دی اوبشارت دی دوی ته - (الْمَأْوَى) مرا ددی نه ځای د همیشه دیره کیدلو دی نودا مقابل ددنیا شو چه هغه ځای د ارتحال دی (نُزُلًا) یعنی ددوی دپاره نعمتونه به هروخت دمیلمنوپه شان وی داسی نه ده (ددنیاپه شان) چه صرف دری ورځی به میلمه وی بیابه دکوربه په شان شی -
[۲۰] دا ذکردحال ددوهم فریق دی اودهغوی دپاره تخویف دی (كُلَّمَا أَرَادُوا أَنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا) په دی جمله کښی اشاره ده همیشه پاتی کیدلوته په جهنم کښی اوددوی اهانت او بی عزتئ ته اشاره ده نوداد نُزُلًا په مقابله کښی دی -
[۲۱] دا هم بیان دحال ددوهم فریق دی اوتخویف دنیوی دی او (الْعَذَابِ الْأَدْنَى) نه مراد عذاب ددنیا دی ځکه چه ادنیٰ په معنیٰ دنزدی یا په معنیٰ دکم درجی والادی (دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ) ددی نه مراد عذاب دآخرت دی یامراد ددی نه عذاب قبردی -
[۲۲] دا هم بیان دحال ددوهم فریق دی په طریقه دزجرسره اوبیان دسبب د ماقبل دعذاب دی - (مُنْتَقِمُونَ) عذاب ددنیا او آخرت دواړو ته اشاره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>