اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۱۴ الأحزاب

وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا ﴿۱۲﴾ وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا ﴿۱۳﴾ وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لَآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلَّا يَسِيرًا ﴿۱۴﴾

اوکوم وخت چه وئیل منافقانو سړو اوهغه کسانو چه په زړونو دهغوی کښی شک وؤ چه وعده نه ده کړی مونږسره اللّه تعالٰی اورسول دهغه مگردهوکه ﴿۱۲﴾
اوکوم چه وخت اوئیل یو ډلی ددوی نه د نبی ﷺ نه دوی وئیل یقیناً‌ کورونه ځمونږ خالی دی اونه دی هغه خالی دوی نه غواړی مگر تختیدل ﴿۱۳﴾
اوکه چیری داخل کړی شی لښکری په دوی باندی دټولو طرفونو دمدینی نه بیا اوغوښتلی شی ددوی نه شرک ضرور به اوکړی دوی هغه اوحصار به نشی په دی کښی مگرلږ ﴿۱۴﴾

[۱۲] دا بیان دحال دمنافقانو دی په دغه واقعه داحزاب کښی اوهغوی ته زجرونه دی اودهغوی صفات قبیحه دی (إِلَّا غُرُورًا) یعنی په وعده دنصرت او فتح سره ئی مونږ ددین دمشرانونه په دوکه سره را اویستلو اوس مونږ سره امداد نه کوی اوداکلمه دکفر ده داد منافق اول قبیح صفت دی -
[۱۳] په دی آیت کښی زجردی منافقینو ته اود هغوی دوه ډلی ذکرکوی - اوله ډله چه خلق ئی دقتال فی سبیل اللّه نه واپس کول اودوهمه ډله چه په خپله دجهاد نه په دروغو عذرونو سره پاتی کیدل (يَثْرِبَ) دجاهلیت په وخت کښی مدینی ته یثرب وئیلی کیدلو ځکه چه ددی آب وهوا خرابه وه اوپه کښی مرضونه وؤ اوثراب ملامتیا او خفگان ته وئیلی کیږی نو رسول اللّٰه ﷺ ددی دپاره دعا اوغوښتله چه یا اللّه تعالٰی ددی نه تبی او مرضونه جحفی ته نقل کړی (هغه وخت جحفه کښی یهودیان اوسیدل) اودی ته ئی مدینه او طابة نوم کیخودلو اوبعضی روایاتو کښی راغلی دی چه نبی ﷺ دیثرب نوم اخستل دمدینی نه منع اوکړله لیکن منافقانو د نبی ﷺ خلاف کوؤ ددی وجی نه یثرب لفظ ئی استعمالوؤ - اوبعضی مفسرینو وئیلی دی چه دا ښار اول چه کوم سړی آباد کړی وؤ د عمالقه نه وؤ اونوم يی یثرب بن عمیل وؤ ددی وجی نه ددی نوم ئی یثرب کیخودلی وؤ (عَوْرَةٌ) عور عیب او نقصان ته وئیل کیږی یعنی محفوظ نه دی دروازی ئی نیشته یا دیوالونه ئی کوزدی نودشمن ورته په اسانه سره داخلیدلی شی یا خالی دی دحفاظت کوؤنکونه -
[۱۴] داهم زجردی منافقانوته اوددوی دوه قباحتونه ئی ذکرکړی دی اشاره ده لکه چه دوی د میدان دجهادنه تختیدلو ته تیاردی داسی دوی ددین دتوحیدنه واپس کیدلو ته هم تیار دی (الْفِتْنَةَ) ددی نه مراد شرک کول یاد مؤمنانو په مقابله کښی جنگ کول دی (بِهَا) مراد ترینه اجابت دفتنی دی یعنی په قبلولو دفتنه کښی دوی حصاریدل نه کوی بلکه زرئی قبلوی یامراد دادی چه روستو دفتنی قبلولونه به په مدینه کښی حصارنشی بلکه په عذاب باندی په زرهلاک شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>