اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۱۵ الأحزاب

وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولًا ﴿۱۵﴾ قُلْ لَنْ يَنْفَعَكُمُ الْفِرَارُ إِنْ فَرَرْتُمْ مِنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۶﴾ قُلْ مَنْ ذَا الَّذِي يَعْصِمُكُمْ مِنَ اللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً وَلَا يَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۱۷﴾ قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الْمُعَوِّقِينَ مِنْكُمْ وَالْقَائِلِينَ لِإِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا وَلَا يَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۸﴾

او یقیناً دوی وعده کړی وه د اللّه تعالٰی سره ددی نه مخکښی چه نه به گرځوی شاگانی اوده وعده د اللّه تعالٰی تپوسلی شوی ﴿۱۵﴾
ته اوایه چیری نفع به درنه کړی تاسوته تختیدل که چیری تیخته کوئ تاسو دمرگ یا دوژلونه او دغه وخت مزی به درنه کړی شی مگرلږ وخت ﴿۱۶﴾
ته اوایه څوک دی چه تاسوبه بچ کړی د اللّه تعالٰی نه که چیری اوغواړی په تاسوباندی مصیبت یا اوغواړی په تاسوباندی رحمت (نوڅوک به ئی بندکړی) او اوبه نه مومی دوی ځان لره سیوا د اللّه تعالٰی نه بچ کوؤنکی اونه امدادی ﴿۱۷﴾
یقیناً پیژنی اللّه تعالٰی منع کوؤنکی (دجهاد نه) ستاسونه اووینا کوؤنکی رونړو خپلوته چه راشئ مونږته اونه راځی دوی جنگ کولو ته مگر لږ ﴿۱۸﴾

[۱۵] په دی آیت کښی هم زجردی منافقانو ته اویو قباحت ئی (نقض عهد) ذکرکړی دی -
[۱۶] په دی کښی هم زجراوتخویف دی منافقانوته دهغوی په بی لوظئ باندی چه هغه شاگرځول یعنی تختیدل دی -
[۱۷] داهم زجردی یعنی که څوک اوائی چه ډیرکرته انسان اوتختی نودمرگ اوقتل نه بچ پاتی شی نوپه دی آیت کښی جواب ورکوی چه که چیری اللّه تعالٰی ددی انسان بل تکلیف او مصیت اوغواړی نو هیڅ څوک ئی نشی بچ کولی - اوپه دی آیت کښی رد دشرک فی التصرف دی چه هیڅ ولی بزرگ وغیره مالک د نفع اود ضرر نه دی -
[۱۸] په دی آیت کښی زجردی منافقانوته اودهغوی دری قباحتونه ئی ذکرکړی دی - مخکښی ذکرشوه چه تیخته کوی دجهاد نه اوس ذکرکوی چه نورو خلقو لره منع کوی (إِلَّا قَلِيلًا) مرا ددی نه د ریاء او او دنیوی مقصد دپاره جنگ ته راتلل دی اوپه دی کښی اشاره ده چه کوم عبادت چه په غلط نیت سره وی نوکه ډیروی نوهم د اللّه تعالٰی په نیز لږ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>