اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۱۶ الأحزاب

أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ فَإِذَا جَاءَ الْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَالَّذِي يُغْشَى عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَإِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوكُمْ بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى الْخَيْرِ أُولَئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۱۹﴾ يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا وَإِنْ يَأْتِ الْأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُمْ بَادُونَ فِي الْأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنْبَائِكُمْ وَلَوْ كَانُوا فِيكُمْ مَا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا ﴿۲۰﴾ لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ﴿۲۱﴾

بخل کوؤنکی دی په تاسوباندی نوکله چه راشی ویره وینی ته دوی لره گوری به تاته اوړی را واړی سترگی ددوی په شان دهغه چاچه بی هوشی ورباندی راوستلی شی د مرگ دوجی نه نوکله چه لاړه شی ویره نو تکلیف درکوی تاسوته په تیزو ژبو سره حرص کوؤنکی دی په مال باندی دغه کسانو ایمان نه دی راوړی نوبرباد کړل اللّه تعالٰی عملونه ددوی اودی دا کارپه اللّه تعالٰی باندی آسان ﴿۱۹﴾
گمان کوی دوی په ډلو دکافرانو باندی چه هغوی نه دی تلی اوکه چیری راشی دغه ډله نوغواړی (دامنافقان) چه ارمان دی چه دوی دیره وی په بانډو کښی تپوسونه ئی کولی ستاسو دخبرونونه اوکه چیری وی دوی په تاسوکښی نوجنگ به نه وؤ کړی دوی مگرلږ ﴿۲۰﴾
یقیناً‌ شته دی ستاسو دپاره په باره د رسول اللّٰه ﷺ کښی نمونه دتابعدارئ ښائسته هغه لره چه عقیده لری د اللّه تعالٰی (دتوحید) او دورځ روستنئ او یادوی اللّه تعالٰی لره ډیر ﴿۲۱﴾

[۱۹] په دی آیت کښی دمنافقانو نورپنځه قبائح ذکرکوی (أَشِحَّةً) جمع دشحیح ده - بخل او حرص ته وائی (فَإِذَا جَاءَ الْخَوْفُ) په دی کښی ددوی بزدلئ‌ ته اشاره ده مراد (الخوف) نه خبردقتال او د حملی کولو ددشمنانو دی (سَلَقُوكُمْ) مراد دادی چه تیزی او دچالاکئ خبری کوی چه مونږ تاسوسره شریک وؤ نومونږ له په غنیمت کښی حصه راکړئ (أَشِحَّةً) داپه معنیٰ دحرص دی یعنی حرص کوؤنکی دی په حاصلولو دمال باندی -
[۲۰] داهم زجردی اوپه دی آیت کښی ددوی دری قبائح ذکرکوی اوپه دی کښی هم اشاره ده بزدلئ ددوی ته یعنی که دوی ته اوئیلی شی چه دشمنان لاړل نودوی دډیری ویری دوجی نه دانه منی -
[۲۱] دا څلورم خطاب دی مؤمنانوته اوتاکید دی په تابعدارئ د نبی ﷺ باندی او رد دی په منافقانو باندی چه هغوی په جهاد کښی شرکت نه کوؤ اوچاچه شرک کوؤ هم په اخلاص سره نه وؤ نوپه دی کښی رد د هغوی دی چه نبی ﷺ په جهاد کښی شرکت په اخلاص سره کوی دهغه تابعداری اوکړئ په دی آیت کښی په اتباع د رسول اللّٰه ﷺ ډیرتاکیدات دی (أُسْوَةٌ) دا لفظ خاص دی په هغه اقتداء پوری چه په هغی کښی برابری وی یعنی پوره تابعداری کوی اوپه هغی کښی د زړه علاج او تسلی هم ده (ذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا) مراد ذکرنه تمام عبادات دی ځکه چه ذکر دټولو عبادتونو نه افضل عبادت دی - او كَثِيرًا، ددی نه مراد ذکر دی په شرعی شرطونو سره چه په طریقه داخلاص اوپه تابعدارئ دسنت سره او سره دفهم دمعنی سره وی داسی ذکر اگرچه لږی وی لیکن د اللّه تعالٰی په نیز ډیردی نوکوم ذکر چه دبدعت په طریقی سره وی لکه په چغو سره ذکرکول اودځان نه تخصیص کول دوخت او دحد دهغی یاذکرمفرد (یعنی صرف اللّه اللّه ) یا چه په معنیٰ باندی نه پوهیږی نو دا ذکرغیرمقبول دی لکه چه بعضی تشریح تفسیر روح المعانی کښی د (۴۱) آیت لاندی کړی ده نوحاصل دآیت د لِمَنْ كَانَ يَرْجُوا آه، دادی چه څوک ایمان په اللّه تعالٰی اوپه ورځ آخرت لری او عمل د اللّه تعالٰی دپاره کوی نوددی رسول تابعداری او اقتداء‌ دی کوی - او دذکر په لفظ سره ئی ددی وجی نه راوړو چه څوک ذاکروی نودهغه زړه بیدار وی نوددی وجی نه تابعدارئ د رسول اللّٰه ﷺ ته تیاروی اوڅوک چه غافل وی نوهغه په تابعدارئ‌ کښی سست وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>