اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۱۷ الأحزاب

وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا ﴿۲۲﴾ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿۲۳﴾ لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِنْ شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۲۴﴾

اوهرکله چه اولیدلی مؤمنانو ډلی دکافرانو دوی اوئیل دا هغه څیزدی چه وعده کړی ده مونږ سره اللّه تعالٰی او رسول دهغه اورشتیا وئیلی دی اللّه تعالٰی او رسول دهغه اونه زیاتوی دوی لره مگر ایمان او تابعداری کول ﴿۲۲﴾
بعضی دمؤمنانو نه سړی دی چه پوره کړی ده هغه وعده چه کړی ده د اللّه تعالٰی سره نوبعضی ددوی نه هغه دی چه پوره ئی کړو حاجت خپل اوبعضی هغه دی چه انتظار کوی اودوی نه دی بدل کړی (دین د اللّه تعالٰی) په هیڅ بدلولو ﴿۲۳﴾
ددی دپاره چه بدله ورکړی اللّه تعالٰی رشتینو خلقو ته په سبب درشتیاؤ د هغوی او عذاب ورکړی منافقانو ته که چیری اوغواړی یا توفیق دتوبی به ورکړی هغوی ته یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی بخښنه کوؤنکی رحم کوؤنکی ﴿۲۴﴾

[۲۲] دا ذکردحال دتثبت دمؤمنانو دی په مقابله دحال منافقانو کښی اوپه دی کښی د مؤمنانودری صفات دی (وَمَا زَادَهُمْ) په دی کښی اشاره ده چه داقول دمؤمنانو صرف دژبی نه نه دی په شان دمنافقانو بلکه په زړه او په اندامونوباندی دهغی اثرموجود دی - او آیت دلیل دی چه په ذکر کولو سره ایمان کښی زیات او مضبوط والی راځی -
[۲۳] داد مؤمنانو څلورصفات دی اولاً دا صفتونه دصحابه کرامودی بیا چه څوک دهغوی تابعداروی ( فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ) نحب نذرته وائی اومراد ترینه مرگ دشهادت دی او موت ته ئی ددی وجی نه نذر اوئیل چه هغه صحابه کرامو دا شهادت په ځان باندی نذر منلی وؤ یا ددی وجی نه چه مرگ په هرنفس باندی داسی لازم دی لکه چه نذر لازم وی - یا داچه نحب اجل دموت ته وئیلی کیږی یا قضیٰ نحبه نه مراد کوشش صرف کول دی د عهد په وفا کولوکښی اومصداق ددی په صحابه کرامو کښی حمزه او مصعب او انس بن نضر رضی اللّه عنهما دی او نورو شهیدانو دبدراو احد ته هم شامل دی (وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ) مرا داچه دوی کوشش کوی دمرگ دشهادت په حصول کښی لکه باقی صحابه کرام شول (وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا) دا جمله عامه ده عهد او ټول دین د رسول اللّٰه ﷺ ته شامله ده - معلومه شوه چه کوم صحابه کرام وو نو هغوی د رسول اللّٰه ﷺ په دین کښی هیڅ بدعت نه دی جوړکړی اودین دهغه ئی نه دی پریخودلی او کوم چه مرتددی نوهغه (په تعریف شرعی) کښی صحابه نه دی -
[۲۴] دا متعلق دی په مخکښی ذکرکړی شوی عملونو دصحابه کرامو پوری اوخصوصاً وَمَا بَدَّلُوا پوری -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>