اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۱۸ الأحزاب
وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا ﴿۲۵﴾ وَأَنْزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا ﴿۲۶﴾ وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَمْ تَطَئُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا ﴿۲۷﴾ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا ﴿۲۸﴾
او واپس کړل اللّه تعالٰی کافرانو لره سره دغصی د هغوی نه چه نه ئی وه حاصل کړی هیڅ فائده او بچ کړه اللّه تعالٰی مؤمنانولره د جنگ کولو نه او اللّه تعالٰی دی قدرت والا زورآور دی ﴿۲۵﴾
اورا کوز ئی کړل هغه کسان چه مددی ئی دهغوی سره کړی وؤ دکتابیانونه دقلعه گانو دهغوی نه او واچوؤ په زړونودهغوی کښی هیبت یوډله تاسو وژله اوقید کوله تاسو بله ډله ﴿۲۶﴾
او درکړی ده تاسوته ځمکه دهغوی او کورونه دهغوی او مالونه دهغوی (اودربه کړی) داسی ځمکه چه تاسو قدم نه دی ایخودلی په هغی باندی او اللّه تعالٰی دی په هرڅیزباندی قدرت والا ﴿۲۷﴾
ای نبی اوایه خپلو بیبیانو ته که چیری تاسو غواړئ ژوند دنیوی او ښائست دهغی نوراشئ چه سامان درکړم اورخصت درکړم تاسولره په رخصتئ ښائسته سره ﴿۲۸﴾
[۲۵] دا بیان دجزاء دنیوی دی مؤمنانولره یعنی ددوی دصدق دوجی احزاب دکافرانو بغیرد مقصده واپس شول (خَيْرًا) یعنی خیرددنیا اواخرت ئی حاصل نه کړو (وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ) یعنی سیلئ او ملائک په کافرانو باندی راغلل نوهغوی ئی اوزغلول اوقتال کولو دمؤمنانوته څه حاجت پاتی نه شو -
[۲۶] داهم په جزا کښی داخل دی چه اللّه تعالٰی دمؤمنانوسره امداد اوکړو په غزوه دبنی قریظه کښی هرکله چه بنی قریظه د نبی ﷺ سره لوظ مات کړو اودنورو کافرانو سره ئی په غزوه خندق کښی ملگرتیا اوکړه، نو نبی ﷺ ته حکم راغی چه دبنوقریظه سره جنگ دپاره لاړ شه هغوی دویری نه په خپلو قلعه گانو کښی پټ شول اومؤمنانو ددوی پنځه ویشت ورځی محاصره اوکړه اخردوی تنگ شول اورضا شول په فیصله د سعدبن معاذ رضی اللّه عنه باندی نوهغه فیصله اوکړه چه ځوانان دی قتل کړی شی، اوبچی او ښځی دی قید کړی شی او نبی ﷺ ددی فیصلی تائید اوکړو نوپه هغه فیصله باندی عمل اوکړی شو -
[۲۷] داهم په جزا کښی داخل دی - یعنی تیرشوی آیت کښی غلبه په نفسونو دکتابیانو کافرانو باندی ذکرشوه نوپه دی آیت کښی غلبه دهغوی په مالونوباندی ذکرکوی - او مراد ددینه غنیمتونه د بنوقریظه دی (وَأَرْضًا لَمْ تَطَئُوهَا) مراد ددینه وعده ده غنائمو دخیبر یا دټولو غنیمتونو د مسلمانانو چه ترقیامته پوری وی اوداسی په سورة فتح (۲۰) کښی هم دی -
[۲۸] ددی آیت نه تر (۴۱) پوری دریم باب دی په دی کښی دری خطابات نبی ﷺ ته ذکرکوی (۳۸،۳۷،۲۸) اوڅلور خطابات عامو مؤمنانوته (۴۰،۳۶) کښی او ذکردبشارت دی په ذکردلس صفتونو سره په (۳۵) کښی - په دی (۲۸) کښی نهم خطاب دی نبی ﷺ ته - اومراد ددی نه دادی که بیبیانی د دعوت ددین په کارکښی مانع جوړیږی نودهغوی پریخودل ضروری دی لیکن دعوت دحق به نه پریخودلی کیږی - اودی ته آیت د تخییر وئیلی کیږی یعنی ښځی ته اختیار ورکول چه دخاوند نه جدائی غواړی اوکه نه غواړی ستا اختیاردی نوپه دی کښی قول صحیح دادی چه په دی سره هیڅ طلاق نه واقع کیږی هان که په جواب کښی اوائی چه ما ځان غوره کړی یعنی جدائی می خوښه ده نوپه دی کښی اختلاف دی دسلف صالحینو چه څه رنگ طلاق واقع کیږی - اوددی آیت دنزول سبب داوو چه چه هرکله نبی ﷺ دزینب رضی اللّه عنها سره نکاح اوکړه دپاره ددی چه رسم جاهلیت ختم شی په باره د تحریم د ښځی دمتبنیٰ کښی نونوری بیبیانی د غیرت دبنتوب دوجی نه (چه دا طبعی امردی) نبی ﷺ ته راجمع شوی اود ډیری نفقی مطالبه ئی شروع کړله نو نبی ﷺ ترینه خفه شو او اوئیل ئی چه زه به یوه میاشت تاسوته نه نیزدی کیږم اوپه دغه ورځوکښی نبی ﷺ دسورلئ نه راغورځیدلی وؤ نو اړخ ئی زخمی شوی وؤ اوخپه ئی اوړیدلی وه نوپه بالاخانه کښی ځان له اوسیدلو، هرکله چه دا آیت تخییر نازل شو اومیاشت دیو کم دیرشو ورځو پوره شوه نو نبی ﷺ د بالاخانی را کوزشو اودا آیاتونه ئی بیبیانو ته پیش کړل نوهغوی په جواب کښی اوئیل چه مونږ اللّه تعالٰی اورسول او آخرت خوخوؤ ددی په باره کښی احادیث صحیحه راغلی دی (الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) مراد ددی نه ترقی ددنیا ده په اعتبار دډیری نفقی او مالونوسره (وَزِينَتَهَا) مراد ددی نه ښائسته لباس او کالی وغیره دی -