اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۱۹ الأحزاب

وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۲۹﴾ يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۳۰﴾

اوکه چیری تاسو غواړئ اللّه تعالٰی لره او رسول دهغه لره او کورروستنی نویقیناً اللّه تعالٰی تیارکړی دی ښائسته عمل کوؤنکولره چه تاسو ئی ثواب لوی ﴿۲۹﴾
ای بیبیانو د نبی ﷺ چاچه راتلل اوکړه ستاسونه په بدئ ښکاره سره دوچند به ورکیدی شی هغی ته عذاب دوچند اودی دا کارپه اللّه تعالٰی باندی آسان ﴿۳۰﴾

[۲۹] دا دتخییردوهم طرف دی تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ، مراد ددی نه رضا او طاعت کول ددی دواړو دی - (وَالدَّارَ الْآخِرَةَ) مرا ددی نه جنت دی چه په طاعت د اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ سره حاصلیږی (مِنْكُنَّ) من بیانیه دی مراد ترینه ټولی بیبیانی دپیغمبردی لیکن ددوی دتخویف دپاره ئی مِن ذکرکړی دی اوهرکله چه داحکم دامت نورو بیبیانو ته هم شامل دی اود نبی ﷺ بیبیانی دهغوی نه بعضی دی نوددی وجی نه ئی هم مِن ذکرکړی دی -
[۳۰] دا خطاب دی بیبیانو د نبی ﷺ ته (اوپنځم خطاب دی امت ته) هرکله چه دوی اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ او جنت لره غوره کړو نواوس دوی ته هغه امورذکرکوی چه په هغی باندی دعمل کولو په سبب سره رضا د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ اوجنت حاصلیږی (مُبَيِّنَةٍ) یعنی دهغی ناکاره والی شرعاً او عقلاً دواړه ښکاره وی هیڅ احتمال دجواز په کښی نه وی (ضِعْفَيْنِ) لفظ دضعف هم دلالت کوی په دوچند کیدلوباندی لیکن تثنیه د تکرار د تاکید دپاره ده اشاره ده چه د چا مرتبه اوچته وی نودهغه جرم هم اوچت شمیرل کیږی اوعتاب او عذاب ئی هم زیات وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>