وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۲۰ الأحزاب

وَمَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا ﴿۳۱﴾ يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا ﴿۳۲﴾ وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ﴿۳۳﴾

اوچاچه تابعداری کوله ستاسونه د اللّه تعالٰی او درسول دهغه او عمل ئی کوؤ دسنت موافق نو ورکوو مونږ هغی ته ثواب دهغی دوچند او تیارکړی دی مونږ هغی لره روزی عزت والا ﴿۳۱﴾
ای بیبیانو د نبی ﷺ نه ئی تاسو په شان دهیچا دنورو زنانونه که چیری تاسو تقویٰ لرئ‌ نوجوئیل دخبری مه کوئ نوطمع به اوکړی هغه څوک په زړه دهغی کښی مرض دی اووائی وینا دشرع دموافق ﴿۳۲﴾
او اوسئ په کوټو خپلو کښی اومه ښکاره کوئ ډول سینگار په شان دجاهلیت زوړ اوپابندی کوئ دمونځ اوورکوئ زکوٰة اوتابعداری کوئ د اللّه تعالٰی اود رسول دهغه یقیناً‌ غواړی اللّه تعالٰی چه لری کړی ستاسو نه پلیتی ای کورنئ د نبی ﷺ اوپاک کړی تاسو په پوره پاکوالی سره ﴿۳۳﴾

[۳۱] دزیادت دعذاب نه روستو زیادت دثواب دهغوی ذکرکوی لیکن په اعتبار دعمل صالح سره نه په نسب سره اودابشارت دی (رِزْقًا كَرِيمًا) مراد ددی نه رزق د جنت دی په نیزد اکثرو مفسرینو ځکه چه مراد د کریم نه بی کړاوه اوفائدی والا چه هیڅ ضرر او نقصان په کښی نه وی اوداسی رزق په جنت کښی به وی - او بقاعی او خطیب شربینی رزق ددنیا او آخرت دواړه مراد کړی دی او مراد دکریم نه برکت والا دی، او یرزقه من حیث لاتحسب، په طریقه باندی دی -
[۳۲] دا دوهم خطاب دی بیبیانوته اوپه دی کښی بیان دادب دوینا کولو او دخبروکولو دی (كَأَحَدٍ) لفظ د احد ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه دا لفظ‌ شامل دی یو ، دوه او جماعت ته او مذکراو مؤنث ته یعنی نه ئی تاسو په شان دهیڅ یوزنانه او نه دجماعت دزنانو په شان په مرتبه او عزت کښی - لیکن شرط دفضیلت نسبت نه دی بلکه تقویٰ ده ددی وجی نه ئی إِنِ اتَّقَيْتُنَّ ذکرکړو اومراد تقویٰ نه په دی تیرشوی دوه آیاتونوباندی عمل کول دی (فَلَا تَخْضَعْنَ) دا تفریع ده دلوی شان ددوی چه مخکښی بیان کړی شو یعنی په ویناکښی نازونزاکت خوږوالی مه پیداکوئ په داسی طریقه چه دهغی نه مخاطب (فاسق) سړی په زړه کښی بداثرپیدا شی (مَرَضٌ) مراد ددی نه فسق وفجور اومیلان دسړی دښځو سره خبری کول اوشوق او مجالست دهغوی (قَوْلًا مَعْرُوفًا) په دی کښی اشاره ده چه دمخکښی نهی مطلب دانه دی چه بداخلاقی او کنځل اوکړی بلکه داسی ویناکوئ چه په هغی سره مقصد دینی یا دنیوی معلوم شی اونوربد آثار ترینه پیدا نشی -
[۳۳] دابل خطاب دی بیبیانوته، مخکښی قولی اداب ذکروو اوس عملی اداب ذکرکوی (وَقَرْنَ) یعنی قرار اونیسئ په خپلو کورونو کښی، ټینگی شئ‌ په کورونو کښی بغیردحاجت شرعی دکور نه بهر مه اوځئ لکه چه په حدیث دسوده رضی اللّه عنها کښی راغلی دی چه هغه نفلی حج او عمری دپاره هم دکورنه وتلی نه وه اووئیل ئی چه مونږته اللّه تعالٰی فرمائیلی دی (وقرن فی بیوتکن) (وَلَا تَبَرَّجْنَ) تبرج معنیٰ دخپل زیب و زینت او کالی ښکاره کول اوپه گفتاراو رفتارکښی نازښکاره کول دی (الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى) ددی نه مراد یوخاص زمانه نه ده بلکه داسلام نه وړاندی په هرزمانه کښی چه بی دینی تیره شوی ده هغی ته جاهلیت اولٰی وئیلی کیږی اود اولٰی په مقابله کښی په حالت داسلام کښی دجاهلیت طریقی جوړول دا دوهم جاهلیت دی - تَبَرُّجَ، دجاهلیت اولٰی داوؤ چه زنانه به سراومخ ښکاره کړی وؤ اوبازارانو کښی او سړو په وړاندی به گرځیدل چه لاسونه او مټی به ئی هم ښکاره کړی وی اود لاری په مینځ کښی به روانی وی نارینو ته به ئی لارنه پریخودله لوپټه به ئی نه اچوله یابه ئی په اوگو باندی هسی اویزانه کړی وه اوچه بازار یا گنړی ته به تلله نوځان به ئی ښائسته کړو - نوافسوس دی په نن مسلمانانو ښځوباندی چه دا ټول کارونه دجاهلیت ئی شروع کړی دی بلکه دهغی نه زیاتی شوی دی اودی ته گناه نه وئیلی کیږی (واللّه المستعان والی اللّه المشتکی) (لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ) دا لفظ شامل دی باطلی عقیدی او اعمالو او اخلاقو د فسق اوفجور اوطریقی دمنافقت ته هم ځکه چه منافقانو ته ئی إِنَّهُمْ رِجْسٌ، توبه (۹۰) کښی وئیلی دی او رجس عذابونه ددنیا او آخرت ته هم شامل دی (أَهْلَ الْبَيْتِ) دلغت په لحاظ سره ددی معنیٰ ده لائق دشپی تیرولو نواصل مقداق ددی ښځه (زوجه) ده لکه سورة هود (۷۳) کښی زوجه دابراهیم علیه السلام مراد ده او دلته اول صرف بیبیانو د نبی ﷺ ته خطابات ذکرشوی دی نومعلومه شوه چه اهل بیت نه اول بیبیانی مراد دی بیا روستو اولاد وغیره ته شامل دی، ځکه چه دوهمه معنیٰ د اهل بیت داده چه کورته دراتلو حق لری اودا صریح رد دی په شیعه گانوباندی چه هغوی بیبیانی د رسول اللّٰه ﷺ د اهل بیت نه خارج گنړی او دا ددوی جهل دی هان که رسول اللّٰه ﷺ حسن او حسین او فاطمه او علی رضی اللّه عنهم ته اهل بیت وئیلی دی نوپه دی کښی اشاره وه دی ته چه لفظ داهل بیت صرف بیبیانو پوری مه خاص کوئ‌ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>